ورزش

نیوزیلینډ د سکاټلینډ لوبډلې ته په درې ویکټو ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۸مه ۱۳۹۳ل): د نړیوال جام شپږمه لوبه د نیوزیلینډ او سکاټلینډ لوبډلو تر منځ وه چې دغه لوبه کې نیوزیلینډ لوبډلې د سکاټلینډ لوبډلې ته په درې ویکټو ماتې ورکړه.

نیوزیلینډ د لوبې پچې ګټلو سره توپ اچوونې پریکړه وکړه. سکاټلینډ لوبډلې د لوبې په ۳۶.۲ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۴۲ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته يي د ۱۴۳ منډو هدف وټاکه.

نننۍ لوبه کې د سکاټلینډ لوبډلې لپاره توپ اچوونې په برخه کې میچن په ۷۹ توپونو ۵۶ او برینګټن په ۸۰ توپونو ۵۰ منډې جوړولو سره غوره توپ وهوونکي ثابت شول.

د نیوزیلینډ لوبډلې لپاره توپ اچوونې په برخه کې ویټورې او انډرسن درې درې ویکټې او سوتي او بولټ دوه دوه ویکټې واخیستې. ویټورې خپل ۸.۲ اورونو کې ۲۴، انډرسن خپل ۵ اورونو کې ۱۸، سوتي خپل ۸ اورونو کې ۳۵ او بولټ خپل ۶ اورونو کې ۲۱ منډې ورکړې.

د نیوزیلینډ لوبډلې ټاکل شوی هدف د لوبې په ۲۴.۵ اورونو کې خپل ۷ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره پوره او سیالې لوبډلې ته يي په ۳ ویکټو ماتې ورکړه.

د نیوزلینډ لوبډلې لپاره ویلیمسن په ۴۵ توپونو ۳۸ او ایلیوټ په ۳۱ توپونو ۲۹ منډې جوړې کړې.

د سکاټلینډ لوبډلې لپاره وارډلا او ډیوې درې درې ویکټې واخیستې. وارډلا خپل ۹.۵ اورونو کې ۵۷ او ډیوې خپل ۷ اورونو کې ۴۰ منډې ورکړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x