د یوه قوماندان په ګډون د اوو طالبانو د نیول کیدو خبر ورکړل شو
(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۱۷)کلات: د زابل امنیتي چارواکي وایي، چې د بهرنیو ځواکونو په دوو عملیاتو کې د یوه قوماندان په ګډون اوه وسلوال طالبان نیول شوي دي.
د دغه ولایت د والي مرستیال محمدجان رسولیار خبري رسنیو ته وویل، چی لومړي عملیات تېره شپه د شاه جوى ولسوالۍ د کره تاش په سیمه کی د وسلوالو طالبانو د یوې ډلې پر وړاندې ترسره شول.
د رسولیار په خبره، چي د عملیاتو په پایله کی د طالبانو د یوه قوماندان ملا لطف الله په ګډون پنځه وسلوال طالبان نیول شوي دي.
هغه وايي، چې د عملياتو پر مهال جګړه نه ده شوې او نه هم په کې چا ته زيان اوښتى دى.
یوه شپه وړاندی هم د کره تاش په سیمه کی د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کی د ملکي خلکو دوه موټر سوځول شوي وو.
همدارنګه د شهرصفا په ولسوالۍ کی هم د بهرنیو ځواکونو له خوا په عملیاتو کی دوه تنه له طالبانو سره د تړاو په تور نیول شوي دي.
د شهرصفا ولسوال ښادي خان وویل، چې عملیات د یادې ولسوالۍ د جلدک د سیمې په ازارتک کلي کې ترسره شوي، خو نوموړي یې په اړه نا خبري وښوده.
ایساف ځواکونو که څه هم په شهرصفا ولسوالی کی عملیات تایید کړي، خو د شاه جوی د عملیاتو په اړه یې لا څه نه دي ویلي.
د دغو ځواکونو له لوري په یوه خپره شوی خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ګډو ځواکونو د خپلو عملیاتو په پايله کې دوه تنه نیولي دي.
سرچینه زیاتوي، عملیات د طالبانو د یوه قوماندان، چې په سیمه کې د سړک د غاړي د ماینونو په خښولو کې يې لاس درلود، ترسره شوي دي.
وسلوالو طالبانو تر اوسه د دغو عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.
نن ټکی اسیا