افغانستان

ایوب سالنګي: راتلونکی کال له مخالفینو سره د جګړې وس نه لرو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۸مه، ۱۳۹۳ل): د کورنیو چارو وزارت معین ایوب سالنګي نن په خبري ناسته کې وویل چې افغان عسکر د تجهیزاتو په برخه کې کمزوري دي او د دوی په خبره د مخالفینو د مقابلې وس نه لري.

نوموړي دغه څرګندونې په هغه سیمینار کې وکړي، چې په پلازمېنه کابل کې د هېواد امنیه قومندانانو لپاره جوړ شوی دی.

تر دې وړاندې هم ایوب سالنګي د روان لمریز کال په پیل کې په ننګرهار کې د سرتېرو بریدونو په غبرګون کې له ازادي راډيو سره په خبرو کې ویلي و، چې «څوک تر سر تېر شي، د هغوی مخه دوی نه شي نیولای.»

له دې سره جوخت په دې سیمینار کې په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو عمومي قومندان جان کمپبل هم د خپلو خبرو په اږدو کې وویل چې راتلونکی کال به د افغان عسکرو لپاره د توندې جګړې کال وي.

کمپبل د ګډ حکومت نظامي قومندانانو ته وویل چې تاسې باید د راتلونکي کال لپاره کلک تیاری ونیسئ، ځکه چې دغه کال به د سختو جګړو کال وي.

د بهرنیانو عمومي قومندان خپل روزل شویو افغان عسکرو ته ډاډ ورکړ چې د دوی ملاتړ به ورسره وي او په را روانه سخته جګړه کې به د دوی تر څنګ ولاړ وي.

تر دې وړاندې د نړیوال سره صلیب کمېټې هم یو راپور خپور کړی و، چې د روان میلادي کال به د تېر ۲۰۱۴ میلادي کال په پرتله خورا خونړی وي.

دا په داسي حال کې د ګډ حکومت مشر اشرف غني د هندوستان څخه د درنو وسلو مرسته رد کړې ده او د هندوستان پر ځای یی د پاکستان څخه د وسلو او پوځي تربیت کومک غوښتی.

همدارنګه د دواړو هیوادونو پوځي چارواکي وايي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ډېورنډ کرښه همکاري زیاته شوې او په راتلونکې کې د ګډو عملیاتو پلان هم لری.

دا په داسې حال کې دی چې سږ کال د هېواد په نسبتاً ارامو شمالي سیمو کې هم د طالبانو پراخ ژمني فعالیتونه روان و، چې د افغان حکومت په ګډون يې بهرنیان هم خورا اندېښمن کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد شاه

ولسمشر غنی افغانستان دتباهئ په لور روان کڑی که مونگ داسی خبر وای مونگ به دا نه وای حماية کڑی. زکه چی غنی د طالبانو د حامی پاکستانی فوج نه دخیر طمع کوی. تاریخ به هیڅکله هم غنی معاف نه کڑی.
احمد شاہ ننگرهار

ميرويس

هو جان کمپبل و کډ حکومت ته ويلي دي چي موږ در سره يو نو تاسو د مړه مچه هم مه ويريږي۔۔۔۔

الحاج استاذ بیانزی

په دی رسنیو کی چه څوک بی طرفه وی ، کافر ،مومن او منافق له لایتناهی فاصلی هم داسی معلومیږی لکه د چا سره چه مخامخ ولاړ وی . هم د رسنیو ، هم د لیکونکو او هم د تبصرو کونکو تر منځ ، د دی اړه نشته چه سړی ورباندی وخت ضایع کړی او په اړه یی سوچ وکړی ، په همدی لیکنه کی د احمدشاه او میرویس تبصری صرف یو ځل ولولی کفایت کوی چه دوی څوک او څه یی لیکلی ، دخدای تیرویستنه خو مهال ، حتی لیونیان به یی هم بی له شکه وپیژنی چه دوی… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x