افغانستان

ملي امنیت په فیسبوکي فعالیت ځوانان نیولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۸مه، ۱۳۹۳ل): په پلازمېنه کابل کې ځیني فیسبوکي چلوونکي وايي چې په دې ورستیو کې د فیسبوک ځیني فعاله ملګري یې د ملي امنیت د ادارې له خوا نیول شوي او بندیان کړل شوي دي.

دغه فیسبوک چلوونکي وايي چې د هېواد ټولي رسنۍ خو له مخکي نه هم د ملي امنیت د شکنجو له وېري تر سخت سانسور لاندې دي ډېری ژورنالیستان او لیکوال جرات نه شي کولای چې د بیان د ازادي له خپل حق څخه ګټه پورته کړي او له حکومته خپلې مشروع غوښتني وکړي او یا هم د ګډ حکومت دواړه ډلې د خپل منځي جګړو او سیاسي کړکیچ پر ځای خپلو اصلي دندو ته متوجي کړي.

هغوی زیاتوي چې فیسبوک یواځینی ځای و  چې دوی په کې د خپل زړه خبره کله نا کله کولای شوای، خو په دې ورستیو کې د ملي امنیت له خوا يې د ځینو ملګرو  بندي کیدو انديښمن کړي او دوی مجبور دي چې نور تر اصلي نامه هم تیر شي او که یې د حکومت په اړه څه په زړه را تیریدل  د مستعارو نومونو څخه به ګټه واخلي.

باید وویل شي چې د افغانستان اکثریت ځوانان چې په سیاسي چارو کې لیکني کوي، له مخکې نه یې لا د ملي امنیت له ویري خپل اصلي نومونه په مستعارو نومونو بدل کړی او لیکني کوی.

پر دې سربېره  هم د ملي امنیت اداره توانیدلې چې په کابل کې یو شمېر محصلین او ځوانان پيدا کړي او د تروریزم په جرم یې بندي کړي.

باید وویل شي چې تر نیولو وروسته د دغو ځوانانو په اړه هیڅ معلومات نه کېږي چې هغوی چیرته دي، په څه حال کې دي، او بیابه کله په ژوند را خلاص شي او که به د ډیرو نورو په شان ورک شي.

دې ځوانانو ویلي چې ملي امنیت ځینی داسی کسان په کار ګمارلي چې هغوی د دولت سره مخالف نظر لرونکي یا تنقید کونکي ځوانان په نښه کوي او بیا د هغوی سره د فیس بوک له لاري ملګرتیا جوړوي، د هغوی هره خبره سمه بولي، هغوی هڅوي چې نورې هم توندي خبري وکړي او ځان ورته نور هم افشا کړي چې له کبله یې هغه ځوانان چې لا تر اوسه زیاته تجربه نه لري، د ملي امنیت د دغو ګمارل شویو کسانو په دام کې را ګیر شي او خپل ځان ورته وښيي.

دغو فعالانو پر ځوانانو غږ کړی چې د چا په خبرو دي نه غولیږي او هر څه دي تر فیس بوک پوري محدود وساتي د ځان اصلیت دي چاته نه ور ښيي او نه دي هم د چا په غوړو خبرو غولیږي.

دوی وايي چې که څه هم ګډ حکومت د بیان ازادي ته ځان ژمن بولي، خو د ملي امنیت اداره يې د دې پرځای چې د لویو امنیتي خطرونو په وړاندې مبارزه وکړي د فیسبوک په څو پوسټونو او تبصرو څو ځوانان د زندان تر پنجرو رسوي، چې په خبره  دا د یو داسې هېواد له پاره چې د ډيموکراسي د پلوۍ دعوه کوي، د شرم خبره ده.

دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې هم د کورنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې دوی د خاصو عملیاتو په لړ کې په میدان وردګو ولایت کې درې تنه ترانه غږوونکي نیولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
raihan afghan

ﺭﻭﺯګﺎﻥ : ﭼﻨﺎﺭﺗﻮﮐﯥ ۴ ﺍﺭﺑﮑﯿﺎﻥ ﻟﻪ ﻣﺠﺎﻫﺪﯾﻨﻮﺳﺮﻩ ﯾﻮځﺎﯼ ﺷﻮﻝ 18 ﻓﺒﺮﺍﻳﺮ, 2015 – ago 2 ﺳﺎﻋﺘﻴﻦ – 15 ﮐﺘﻨﻲ ﻗﺎﺭﻱ ﻣﺤﻤﺪﯾﻮﺳﻒ ﺍﺣﻤﺪﻱ : ﺩﺭﻭﺯګﺎﻥ ﻭﻻﯾﺖ ﻟﻪ ﭼﻨﺎﺭﺗﻮ ﻭﻟﺴﻮﺍﻟۍ ﻧﻪ ﺩﺍﺳﻼﻣﻲ ﺍﻣﺎﺭﺕ ﻣﺴﺆﻭﻝ ﻣﺠﺎﻫﺪﯾﻦ ﺧﺒﺮﺭﺍﮐﻮﻱ ﭼﯥ : ﻧﻦ ﺳﻬﺎﺭ ﺩﯾﺎﺩﻱ ﻭﻟﺴﻮﺍﻟۍ څﻠﻮﺭﺗﻨﻪ ﺍﺭﺑﮑﯿﺎﻥ ﺩﺣﻘﺎﯾﻘﻮﭘﻪ ﺩﺭﮎ ﮐﻮﻟﻮ ﻟﻪ ﺍﺳﻼﻣﻲ ﺍﻣﺎﺭﺕ ﺳﺮﻩ ﯾﻮځﺎﯼ ﺷﻮﻝ ﭘﻪ ﺧﺒﺮﮐﯥ ﺭﺍﻏﻠﻲ : ﺷﺮﺍﻑ ﺍﻟﺪﯾﻦ ﺩﻣﻮﻟﻮﻱ ﻋﺒﺪﺍﻟﻐﻔﺎﺭ ﺯﻭﯼ ﺩﭼﺮﻣﺴﺘﺎﻥ ﺍﻭﺳﯿﺪﻭﻧﮑﯽ ، ﻧﺠﯿﺐ ﺍﻟﻠﻪ ﺩ ﻋﺒﺪﺍﻟﺮﺣﯿﻢ ﺯﻭﯼ ﺩﺷﻤﻠﻮﻍ ﺍﻭﺳﯿﺪﻭﻧﮑﯽ ،ﺭﺣﻤﺖ ﺍﻟﻠﻪ ﺩﻧﻘﯿﺐ ﺍﻟﻠﻪ ﺯﻭﯼ ﺩ ﻟﻨګﺮ ﺍﻭﺳﯿﺪﻭﻧﮑﯽ ﺍﻭ ﻋﺒﺪﺍﻟﻮﺍﺣﺪ ﺩﻣﻼﻋﻤﺮﺟﺎﻥ ﺯﻭﯼ ﺩﭘﺎﺗﺎﻥ ﺩﺳﯿﻤﻲ ﺍﻭﺳﯿﺪﻭﻧﮑﯽ ﺩﺣﻘﺎﯾﻘﻮﭘﻪ ﺩﺭﮎ ﮐﻮﻟﻮ ﻟﻪ ﺍﺳﻼﻣﻲ ﺍﻣﺎﺭﺕ ﺳﺮﻩ ﯾﻮځﺎﯼ ﺷﻮﻝ ﺍﻭﮐﻠﮏ ﻫﻮډﯾﯥ څﺮګﻨﺪ ﭼﯥ ﻧﻮﺭ ﺑﻪ… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x