د بهرنیو چارو پخوانی وزیر، مولوي وکیل احمد متوکل

متوکل د طالبانو تر مینځ مخالفتونه تبلیغات وبلل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۸مه، ۱۳۹۳ل): د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر مولوي وکیل احمد متوکل وايي چې طالبانو تر اوسه خپل یووالی او وحدت ساتلی او تر مینځ یې اختلافات هیڅ حقیقت نه لري.

ښاغلي متوکل د BBC او افغانستان ملي راډیو تلویزون په ګډې خپرونې (ازاده جرګه) کې وویل:

«د حقاني شبکه، سلفي طالبان، د سولییزو طالبانو موضوع، د دوبۍ مذاکرات او اوس د داعش خبرې، دا ټول هغه تبلیغاتي جریان دی چې خوشبختانه کوم زمیني حقیقت نه لري».

نوموړي د طالبانو واحد صف او یووالی د سولې لپاره ښه زیری وباله او ویې ویل:

«یو شی چې ډیر واضح دی هغه د طالبانو د صف وحدت دی، چې تر اوسه پورې ساتل شوی دی، او دا د سولې لپاره په ګټه هم ده، که چیرې د طالبانو جهت متلاشی وای، بیلابیل ویاندویان یې درلودلای، مشکله به وای».

نوموړي د سولې لپاره د اهل مرکچي هیئت په رامینځ ته کیدو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د سولې اراده هغه وخت پلي کیدای شي چې د حکومت ټول مسئول جهتونه یوه خوله شي او داسې مرکچي هیئت وټاکي چې د سولې لپاره وړتیا ولري.

د ښاغلي متوکل په باور، په تیرو وختونو کې د خبرو په وړاندې ستونزه دا وه چې کله به د طالبانو لخوا مثبت ګام پورته کیده په مقابل کې به خنډونه ایجادیدل. نوموړی په دې تړاو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر بېلګه وړاندې کوي، چې د افغان حکومت د مخالفت په پایله کې طالبانو بیرته وتاړه.

ښاغلي متوکل وویل چې د قطر دفتر د طالبانو د استازیتوب یوازینی نماینده دی.

د نوموړي په اند په اوس وخت کې له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو لپاره امنیتي تړون غټ خنډ تشکیلوي.

«اوس چې د بهرنیانو له شتون سره هوکړه شوې او تړون لاسلیک شوې، دا به ګرانه وي چې مخامخ خبرې شروع شي، ښه به دا وي چې د افغان، نړیوالو او همسایه منځګړو له لارې دغه چاره عملي شي».

مولوي وکیل احمد متوکل هغه انګیرنه نا سمه او تیروتنه وبلله چې ګواکې دا جګړه د طالبانو او افغان حکومت ترمینځ ده، او د طالبانو هغه دریځ ته یې اشاره وکړه چې افغانستان د بهرنیانو لخوا مستعمره او اشغال شوی ګڼي.

ښاغلي متوکل په روانه جګړه کې د طالبانو دوه عمده غوښتنې په ګوته کړې چې یوه د بهرنیو پوځیانو وتل دي او بله د یو افغان شموله اسلامي سیاسي نظام جوړښت دی.

د نوموړي په وینا، طالبان ځکه د خارجي پوځیانو په وتلو ټینګار کوي چې لا هم د هیواد ځمکه او فضا د بهرنیانو په لاس کې ده.

مولوي وکیل احمد متوکل د سولې لپاره د جګړې په دواړو غاړو کې د داسې کسانو ګومارل ضروري وبلل، چې په خبره یې د سولې وړتیا او لیوالتیا دواړه ولري.

که څه هم ښاغلي متوکل د افغانانو په خپلمنځي جوړجاړي ټینګار وکړ خو زیاته یې کړه چې ځینې داسې قضایا شته چې د افغانانو ترمینځ نه شي حل کیدلی. نوموړي په دې تړاو د بهرنيو پوځیانو شتون، اشغال، تورلیست او په طالبانو د بندیزونو یادونه وکړه.

ښاغلي متوکل وویل چې دغه قضایا باید د طالبانو او بهرنیانو ترمینځ مطرح شي، او په باور یې د دغو ستونزو او موضوع ګانو په اړه بحث او تصمیم ګیري د افغان حکومت تر وس پورته ده.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
انصار
میلمه
انصار

د مولوی صاب ځخه زیاته مننه ، خقیقت یی ویلی دی همداسی ده الله د ډیر عمر ور کړی.