افغانستان

اوباما د افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو پلان جوړه وي

نن ټکی آسیا: د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د بشپړ ایستلو په موخه د امریکا سپيني ماڼي له دفاع وزارت پنټاګون څخه غوښتي چي تر کال ۲۰۱۴ پوري دي په افغانستان کي د امریکايي ځواکونو د حضور په اړه خپلې سپارښتنې او نظریات وړاندي کړي. داوباما دادرې دغوښتنې پراساس دامریکا دفاع وزارت ته پکار ده چې په کال ۲۰۱۳ کې دامریکايي ځواکونو دشمیرپه اړه جدی پلټنه وکړي 

 

،دامریکا دفاع وزارت ویلي چې دراتلونکي کال ترسپتمبر پوري ترټاکلې شمیرې چې ۳۳زره دي زیات عسکر له افغانستانه وباسي

اوباما او متحدینویې تیر کال پریکړه وکړه چي په افغانستان کي به دامنیت چارې تر کال ۲۰۱۴ پوري افغانانو ته سپاري.،خو دا یې څرګنده نه کړه چې دامنیتي مسولیتونو له سپارلو وروسته به امریکايي ځواکونه له افغانستانه وزي او که به ترنامعلومې مودې پوري پاته کیږی .

داپه موضوع په داسې حال کې څیړل کیږي چې تیره اونۍ د امریکا وزیر دفاع لیون پانیتا وویل چي په افغانستان کي د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال جون الین د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو پلان جوړه وي.

د امریکا د ملي امنیت ویاندي کیتلین هایدن او د سپیني ماڼي یو پخواني مسؤول جیسم چوبینز دواړو ویلي چي د افغانستان څخه د ټولو ځواکونو د ایستلو پریکړه به اوباما د خپلو عسکري مشاورینو د وړاندیزونو وروسته کوي.

د پنټاګون ویاند جوج لیتل بیا په خپلو خبرو کې ویلي چي د ټاکلي شمیر ۳۳ زره عسکرو د ایستلو وروسته به د نورو ځواکونو د را ایستلو لړی د وخت پر حالاتو باندي بنا وي.

خو د بلي خوا په افغانستان او امریکا کي امنیتي کار پوهان په دې اند دي چي باید د افغانستان امنیتي وضعیت ته په کتو سره امریکایان خپل ځواکونه کم کړي.

یو افغاني مسؤول چي نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي رویټرز ته وویل چي غربیان دا فکر کوي چي دلته په افغانستان کي ډیر څه بدل شوي دي، خو داسي نه ده، په حقیقت کي وضعه ډیره خرابه ده.

د بلي خوا د کندهار استازی خالد پښتون اسوشیتد پریس ته وویل چي افغاني ځواکونه تراوسه لا ددې جوګه نه دي چې دافغانستان دامنیت چارې دې وروسپارل شي ، او کلکه غوښتنه یې وکړه چي کندهار باید په دې پروسه کي تر ټولو وروستي ولایت وي.. چي امنیت يې افغاني ځواکونو ته سپارل کیږي.

د کندهار استازي ویره لري چي داسي نه وي کندهار هم دهغو ولایتونو په قطارکي وي چې په راتلوونکو څو اوونیو که به یې افغانانو ته د امنیتي چارو دمسولیت سپارل دکرزي لخوا اعلان شي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x