ورزش

کرکټ: افغانستان په لومړي ځل نړیوال جام کې خپل بخت ازمويي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۸مه ۱۳۹۳ل): اسیايي جام کې بنګلادیش د افغانستان څخه ماتې وخوړله او له هغې ورځې وروسته بنګلادیش د افغانستان څخه په ویره کې دی.

دوهمه درجه لوبډلو ته که څه هم آی سي سي ډير اهمیت نه ورکوي، خو دغو لوبډلو وخت پر وخت په کرکټ کې خپله وړتیا ښودلې.

د آیرلینډ لوبډلې په ۲۰۰۷ کې پاکستان ته او په روان نړیوال جام کې ویسټ انډيز ته ماتې ورکړه. همدا راز کینیا لوبډلې هم پخوا دغسې قوي لوبډلو ته ماتې ورکړې.

۱۰ کاله وړاندې دا یو خوب و چې افغانستان دې په نړیوال جام کې ولوبیږي خو سبا دغه خوب ريښتیا کیږي. د نړیوالو کرکټ لوبغاړو په وینا افغانستان په تېرو ۱۰ کلونو کې د ۵۰ کلونو واټن وهلی دی او دغه ځای ته رسېدلی دی.

د افغانستان کرکټ د ملي لوبډلې کپتان محمد نبي وايي چې د افغانستان لپاره په ۵۰ اوریزو سیالیو په نړیوال جام کې لوبېدل يې په خیال کې هم نه راتلل.

افغانستان کې له تېرو ۳ لسیزو راپدیخوا جګړې روانې دي. د روسانو له اشغاله واخله تر امریکايي اشغاله پورې هر ورځ د جګړو خبرونه ورکول کیږي. د جګړو او نښتو له منځه د یوه داسې لوبډلې راوتل او په نړیوال جام کې لوبېدل چې نه په هېواد کې د روزنې او تمرین لپاره مناسب لوبغالي او نه هم قوي روزونکي لري له یوه خیال او خوبه پورته دي.

افغانستان روزونکی اینډي مولز وايي چې د سبا لوبې لپاره بشپړ تیاری لري او د توپ وهونکو لپاره یې سبا تر ټولو سخته ننګونه دا ده چې تیز بالران ښه ولوبوي، ځکه د استرالیا په میدانونو کې افغان لوبغاړي د پاموړ تجربه نه لري.

د هر څه سربېره افغانستان په لوبډله کې څو مهم تجربه کار لوبغاړي لري چې د دوی په شتون کې ددې هیلې او امیدونه شته دی چې افغانستان لومړی درجه لوبډلو ته ماتې ورکړي.

افغانستان تر دې وړاندې ۲۰ اوریزو ۲ نړیوال جامونو ته وتلی او د ۵۰ اورونو په نړیوال جام کې یې دا لومړی ځل دی چې لوبیږي.

د افغانستان لوبډلې کپتان محمد نبي وايي چې تمه لري سبا سیالي وګټي. هغه وایي چې «فشار په افغانستان نه دی». د نبي له قوله « موږ پخوا په اسیايي جام کې بنګلادیش ته ماتې ورکړې. موږ د بنګلادیش لوبډلې احترام کوو ځکه هغه ټيسټ لوبډله ده، خو ددې هیله او امید هم لرو چې د هغوی پر ضد به ښه لوبه کوو».

د ښار چوپتیا ماتیږي

د کانبیرار کوڅې د ورځې پر مهال خاموشې وې. تر دې چې داسې فکر نه کیږي چې په دغه ښار کې نړیوال جام روان دی. خو ددغه ښار خاموشي به هغه وخت ماته شي چې افغانستان او بنګلادیش په دغه ښار کې مخ په مخ شي.

بنګلادیش له دې امله ډیر تر فشار لاندې ده چې د کرکټ د لومړۍ درجې لوبډله ده او نېږدې ۱۵ کلونو راهیسې ټېسټ لوبې کوي. همدا راز په اسیایي لوبو کې افغانستان بنګلادیش ته ماتې ورکړه او وروسته افغانستان زیمبابوۍ لوبډلې ته په ۲ یو ورځېنۍ سیالیو کې ماتې ورکړه.

بنګلادیش په نړیوال جام کې پخوا ۲۶ سیالۍ کړي چې ۱۷ یې بایللي او ۸ یې ګټلي دي.

افغانستان دغه ماتې مقابلې لوبډلې ته د هغوی په کور کې ورکړي او افغانستان اوس په دې باور دی چې د استرالیا میدانونو باندې دوی ښه چلېدلای شي.

وروستۍ پنځه سیالۍ

افغانستان په وروستیو ۵ سیالیو کې دوې ګټلي او ۳ نورې یې بایللي دي. خو په تمریناتي سیالیو کې افغانستان بیا یوه ګټلې او بله یې بایللې ده.

بنګلادیش وروستۍ پنځه سیالۍ ګټلي او د نړیوال جام تمریناتي دواړه سیالۍ یې بایللي دي.

د افغانستان تېز بالران لوړ او تیز بال کوي. او د بنګلادیش لوبغاړي بیا ټيټ دي او دا ستونزمنه ده چې ډير پورته توپونه ووهي.

لوبغالی او حالات

د «مانوکا اول» لوبغالي کې ډیرې منډې کیږي. تېره میاشت د انګلینډ (برتانیې) لوبدلې په دغه میدان ۳۶۴ او ۳۹۱ منډې وکړې. تمه ده چې سبا به هم په دغه لوبغالي اول لوبېدونکې لوبډله ډيرې منډې وکړې.

د هوا اړوند ادارې وايي چې د تودوخې درجه به ۳۰ وي او ځينو سیمو کې به وريځې هم وي. وروستیو ورځو کې هم ماښام مهال وریځې ښکاره شوې خو باران ونشو.

سیالي به څوک ګټي، دا تر وخت مخکې خبره ده، خو فشار د افغانستان په نسبت په بنګلادیش لوبډلې زیات دی او ښايي همدا فشار د افغانستان په ګټه تمام شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x