
ننګرهار: خوږیاڼو کې امریکايي بمبار ۳ دهقانان شهیدان کړي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۸مه ۱۳۹۳ل): د هېواد په ختیځ ولایت ننګرهار کې د امریکايي ځواکونو بمبارۍ ۳ دهقانان شهیدان کړي دي.
د خوږیاڼو ولسوالۍ یو تن اوسیدونکي روح الله نن ټکی اسیا ته د تلیفون پر کرښه وویل چې بمبارۍ د وزیرو او قیلغو سیمو په منځ کې د نازو غونډۍ سره شوی دی.
هغه وویل چې دهقانانو په کوکنارو کې خېشاوه کوله چې امریکايي یرغلګرو ځواکونو جیټ الوتکو پرې بمبار وکړ.
د خوږیاڼو د وزیرو د سیمې یو اوسیدونکی نن ټکی اسیا ته وویل چې بمبار کې دوه دهقانان او یو د ښوونځي استاد شهیدان شوي دي.
نوموړی زیاته کړه چې بمباري نن غرمه مهال شاوخوا ۱۲نیمې بجې هغه مهال وشوه چې دهقانانو د کوکنارو په پټي کې خېشاوه کوله.
لطف الله د شهیدانو نومونه دل اغا د وزیرو د میرزاخیلو، نقیب او محمد زمان د قیلغو د سیمې اوسیدونکي یاد کړل.
هغه وویل چې محمد زمان د دهقانۍ سربېره په لیسه کې استاد هم و.
نېږدې یوه میاشت وړاندې هم د وزیرو په سیمه کې بهرنیو ځواکونو یو کور بمبار کړ، چې په کې د یوې کورنۍ پنځه غړي په شهادت ورسېدل.
د بهرنیو یرغلګرو ځواکونو لخوا په ولسي وګړو بمبارۍ نوې خبره نه ده. په نېږدې څو میاشتو کې د یرغلګرو ځواکونو لخوا د څوم ځل دی چې په ملکي وګړو بمباري کوي.
د ګډحکومت چارواکو د امریکايي بمباریو په اړه عموما هېڅ غبرګون نه ښيي.
دا په داسې حال کې چې بهرنیو ځواکونو رسما په افغانستان کې محاربوي عملیات پای ته رسولي دي.
د چارو شننونکي وايي چې د بهرنیو ځواکونو محاربوي عملیات د کاغذ او رسنیو پر مخ پای ته رسیدلي ولې په حقیقت کې اوس هم ټول محاربوي عملیات امریکا او ناټو ځواکونه رهبري کوي.