افغانستان

کرزی: تر څو چي د طالبانو ادرس نه وي معلوم، د پاکستان سره به خبري کوو

hamid_and_zardariنن ټکی آسیا: د افغانستان ولس مشر حامد کرزي وویل چي تر هغو به د طالبانو سره د سولي په اړه مذاکرات ونه کړي، تر څو چي يې د هغوی ادرس نه وي موندلی، او تر څو چي د طالبانو ادرس موندل کیږي، نو تر هغه وخته به افغانستان د پاکستان سره خبري جاري وساتي.

هغه زیاته کړه: چي مونږ د چاودېدونکو سرښندنکي بریدګرانو سره خبري نه سو کولای، ځکه نو مونږ فیصله وکړه چي د طالبانو سره به نوري خبري نه کوو

تر څو چي مو د هغوی معلوم ادرس نه وي موندلی، او تر څو چي دا کار تر سره کیږي مونږ به خپلو مشکلاتو په اړه د پاکستان سره خبري کوو.

هغه دا خبري د پاکستان د ولس مشر اصف علی زرداري سره په یوه ګډه مطبوعاتي غونډه کي ژورنالیستانو ته وکړې.

ترکیې د پاکستان او افغانستان ولس مشرانو ته دعوت ورکړی وو، چي د خپل منځي لانجي پر سر، او په افغانستان کي دسولي د پروسې د پر مخته بیولو په اړه خبري اتري وکړي، او د استاد رباني د مړیني وروسته چي کومه بی اعتمادي د پاکستان او افغانستان په مابینځ کي پيدا شوې وه، د هغې د هواره ولو هڅه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x