fbpx

د لوګر پر امنیه قومندانۍ ډله‌ ییز برید کې ۲۴ پولیس وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۸مه ۱۳۹۳ل): نن له غرمې وروسته شاوخوا ۱ بجه طالبانو د پلازمېنې کابل په ګاونډ کې پروت لوګر ولایت پر امنیه قومندانۍ هغه مهال  ډله‌ییز برید وکړ چې لسګونه پولیس د ډوډۍ خوړلو لپاره په کې راټول شوي وو.

د لوګر ولایت سرپرست والي نیازمحمد امیري ویلي چې د طالبانو په ډله‌ییز برید کې ۲۲ پولیس وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.

په لوګر کې د مدني ټولنو فعالین وايي چې په برید کې لسګونه پولیس وژل شوي او ټپیان شوي دي. هغوی پر حکومت نېوکه کړې چې ددغه ولایت د امنیت په تامینولو کې ناکام شوي. دوی ویل چې څنګه سرتیري بریدګر وتوانیدل چې د ۳ امنیتي کمربندونو څخه ووځي او په امنیه قومندانۍ برید وکړي.

د راپورونو له مخې د لوګر ولايت په مرکز پل علم ښار کې ددغه ولایت پر امنيه قوماندانۍ ډله ييز بريد کې ۴ تنو سرتیرو بریدګرو برخه اخېستې وه.

د لوګر امنیه قومندانۍ ویاند دین محمد درویش وايي چې سرتیرو بریدګرو د سیمه‌ییزو پولیسو یونیفارم په تن کړی و او پولیسو په خوړنځای کې یې ځانته چاودنه ورکړه.

هغه وویل چې چاودنه هغه مهال وشوه چې پولیس د ډوډۍ خوړلو لپاره راټول شوي وو.

درویش د ۲۰ پولیس وژنه او ۱۸ نورو ټپي کېدنې تایید کړی دی.

امنیتي چارواکي ادعا کوي چې د چاودنې وروسته نورو وسله‌والو د پولیسو سره نښته پیل کړه چې د دوه ساعته جګړې وروسته ووژل شول.

يوه حکومتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط پژواک ته ویلي چې په ننني بريد کې ٢٤ پوليس وژل شوي او ١٩ نور ټپيان دي. دغې سرچېنې همدا راز منلې چې د بريد پرمهال امنیه قومندان په امنيه قوماندانۍ کې و.

یاد  اژانس وايي چې د امنيه قوماندانۍ خوړنځى له لومړۍ دروازې٨٠٠ متره فاصله لري. همداراز امنيه قوماندانۍ ته د ننوتو لپاره بايد يو څوک له درېيو نورو دروازو هم تېر شي.

سرچېنې وايي چې د ۹ ټپي پولیسو حالت د انديښنې وړ و او له همدې کبله کابل ته ولېږدول شول.

طالبانو ددغه برید مسوولیت پر غاړه اخېستی دی او د ګڼ شمېر پولیسو د وژنې او ټپي کېدنې خبر یې ورکړی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې برید د دوی څلورو تنو ملګرو غرمه مهال ۱۲ بجې پیل کړ چې ۳ ساعته یې دوام وکړ.

د طالبانو دغه ویاند وايي چې د دوی د معلوماتو په اساس د قومندانۍ په طعام خورۍ کې هره ورځ تر ۱۵۰ پورې پولیس او دلته مؤظف عسکر د ډوډۍ خوړلو لپاره ورځي او نن هم ټول په طعام خورۍ کې په ډلیيز ډول موجود وو. همدا راز په دوو دروازو کې هم تر ۲۰ پورې پولیس د پيرې او امنیت ساتلو په دندو اخته وو چې دا ټول وژل شوي او ټپيان دي.

هغه د خپلو ملګرو نومونه خلیل الرحمن د لغمان، عزیزالرحمن د بغلان، محمد شفیق او سمیع الله د کابل د پغمان ښودلي دي.

مجاهد له قوله ملګري یې په درنو، سپکو وسلو، واسکټونو او بمونو سمبال وو او وتوانیدل چې په امنیه قومندانۍ هغه مهال برید وکړي چې عسکر د د ډوډۍ خوړلو لپاره راټول شوي وو.

طالب ویاند د برید د جریان په اړه وايي چې «دوو تنو فدايي مجاهدینو د قومندانۍ دوو دروازوته ځانونه وروسول چې هلته يې په ولاړو پيره دارانو او نږدې اطاقونو کې ميشتو پولیسو د وسلو او واسکټ په مټ بریدونه ترسره کړل، کله چې له دواړو امنیتي دروازو او نږدې پيره دار خونو څخه موانع لرې شول، دوه تنه نور فدايان په خورا ډاډ وتوانیدل چې، د مخکني پلان او کره معلوماتو له مخې ځانونه د قومندانۍ طعام خورۍ ته ورسوي، چې هلته يې لومړی په ډوډۍ اخته پولیسو د سپکو او درنو وسلو باړونه وچلول، او د مهماتو دخلاصیدو په مهال يې په نوبت سره خپل له منفجره موادو ډک واسکټونه د طعام خورۍ په وسط کې دننه منفجر کړل.»

ذبیح الله مجاهد ددغه بې ساري او خونړي برید هدف «د هغو جنایاتو انتقام اخيستل چې د سږ کال په اوږدو کې د مجاهدینو او د لوګر د خلکو په ضد ترسره کړي وو، امریکایانوته يې د مجاهدینو او عامو خلکو په کورونو د بمبار کولو راپورونه ورکړي وو، د ملکي خلکو په کورونو باندې د چور او تلان لپاره چاپې وهلې وي، په لارو او سړکونو باندي يې په بیلابیلو نومو خلک ځورولي حتی نيولي او زندانوته استولي وو، او د څو امریکايي ډالرو په بدل کې يې د افغانستان د روان مقدس جهاد په وړاندې غنډ ګرځيدل او د امریکایانو د سپر په توګه يې له هغو څخه پاسباني کوله.» ښودلی دی.

لوګر د پلازمېنې کابل سره په اتیا کیلومترۍ کې پروت دی او یو له هغو ولایتونو څخه ګڼل کیږي چې طالبان په کې پراخه سیمې تر واک لاندې لري.

دا په داسې حال کې چې نن سهار په پلازمېنه کابل کې د امریکا سفارت ته څېرمه د مکروریانو په سیمه کې په یوه لنډکروزر موټر د مقناطیسي ماین پر مټ چاودنه وشوه چې تلفات یې نه درلودل.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
raz mohammed mohmend
میلمه
raz mohammed mohmend

پښتو/ دري تبصره وکړئ. په نورو ژبو تبصرې نه خپروو. اداره

میوند
میلمه
میوند

سلام