افغانستان

امریکا دجلال الدین حقاني ډلي یو وتلي قومندان په تورلیست کی شامل کړ

نن ټکی اسیا: دامریکی دمتحده ایالاتو له لوري په یوه خپاره شوی راپورکی ویل شوی چی دغه هیواد دحقاني ډلي یو وتلي قومندان د ترهګرو په لیست کی شامل کړ.

  دغه هیواد تیره ورځ مالي خان  په یوه نړیوال ویره اچونکي سره تعبیر کړ، او زیاته یی کړه چی له دی وروسته به دمالي خان ټوله هغه شتمني او جایداد چی دامریکي حکومت ورته لاس لري ولری کنګل به شي، امریکایانو همدارنګه ویلي چی له دی څخه وروسته هیڅ امریکایی وګړي نه شي کولای چی له خان سره کومه سوداګریزه راکړه ورکړه وکړي.

امریکایان وایی مالي خان په سلګونه داسي خلګ روزلي او سرپړرستی یی کړی ده چاچی په افغانستان کي لوړ هدفونه په نښه کړي، اوهمدارنګه دخان یوه ملګري اومرستیال پرکابل باندی دهغه برید مرسته کړی وه کوم چی دروان کال دجون په میاشت کی یی دکابل کانتننټال هوټل په نښه کړی وو، او دغه نښته کي ۱۲ کسه وژل شوی وو.

خان د روان کال د سپټمبر په میاشت کی نیول شوی وو، امریکایان وایی دخان نیونه زمونږ لپاره لویه لاس ته راوړنه وه او دنوموړي به نیونه سره دحقاني ډله کمزوري شوی ده.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x