د پاچا خان جدو جهد

باچا خان

نښتر کالم: نعمان منلی

ځیني خلک په عامو خلکو د ړندو په ګومان سره تور او خیرن خلک په خپل سست استدلال سره سپینوي، پاکوي او په نورو یې مني چې د هغوی ماضي او حال دواړه په هغو لعنت وایي، د داسې لعنتي څېرو ستایونکي او په نورو منونکي ځیني یې د هغو د لارې پیروان او نعمت خواره دي او ځیني بیا ساده ګان، غولیدلي او عقدو نیولي خلک دي، ځیني لیکوالان دپاکستان د قوم پرست ګوند ANP د بسټګر خان عبد الغفار خان چې دوی یې پاچا خان بولي او د دې ګوند په نورو مشرانو لیکنې کوي او د هغوی کلیزي لمانځي، هغوی ستایل کیږي او د هغوی په چوپړ او کارنامو خبرې کیږي.

د ANP منشور او د پاچا خان ژوند په ځای پرېودم یواځي د پاچا خان د ” جد و جهد ” د نغدي پایلې (د عوامي نیشنل ګوند) په اړه څو خبرې لرم، د یوه خدای بښلي درانه پښتانه او عالم سیاستوال له خولې مې اوریدلي ویل یې: موږ څو سیاسي مشران خدای بښلي داود خان ته د ملاقات له پاره ورغلو، زموږ سره د غفارخان زوی عبدالولي خان هم و کله چې داود خان ته ورغلو د روغبړ په مهال مې ولي خان ولیدی چې داود خان یې په تندي ښکول کړ.

د پښتونخوا او کوټي پښتانه مشران چې په پاکستان کې هر وخت کړیدلي او زوریدلي دي زموږ هیواد ته یې پناه راوړې او هلته ښه نازول شوي دي نو طبعا به یې د داود خان تندی ښکلاوه، خو سړی دلته لیږ ګیلمن شي چې کله د داود خان پر ضد غوایانو کودتا وکړه او کمونستانو واک ترلاسه کړ بیا همدې ولي خان او د دوی د ګوند نورو مشرانو د داود خان او د هغه د ټولي کورنۍ قاتلان هم په تندي ښکول!، مقتول او قاتل دواړه ښکلول د ازاد او حُر پښتانه له وسه وتلې خبره ده، پښتون وجدان هیڅکله د خپل دوست، خواخوږي او ولي النعمة د قاتل تندی ښکلول نه شي زغملی، دا ښکاره خبره ده چې د هغه مهال د کمونیزم او کرملین مشرانو دوی ته کوم تندی په ګوته کړی دی دوی هغه ښکول کړی دی.

لکه مخکي مو اشاره وکړه د پاچاخان اولاد او پلویانو ( جد و جهد) ته چې هر وخت په پاکستان کې ستونزه پېښه شوې ده کابل ته یې ځان رسولی او هلته افغانانو په لیمو کې ځای ورکړی ده خو کله چې په افغانستان شورویانو یرغل وکړ او په سلګونو زره افغانان له خپله هیواده د دوی سیمي ته را مهاجر شول دوی دوه غبرګي نمک حرامۍ او لوی جنایتونه وکړل یو دا چې د ثور د کودتاچیانو، کمونستانو او سرو کفارو کلک ملاتړ یې وکړ او د دوی سیمي ته راغلي افغانان یې فراریان او تښتیدلي وبلل.

د پاکستان قوم پرستو مشرانو هر وخت د تلې سر ته کتلي دي کله یې چې له پنجابه کوم مزد ترلاسه کړی ده په هغه اخته شوي دي او د پښتو او پښتانه شعارونه یې هېر کړي دي، په دې موجوده وخت کې داسې حالت موږ پخپلو سترګو وینو چې کومو ته د نواز شریف په حکومت کې چوکۍ رسیدلې دي ټول پښتني شعارونه یې هیر کړي دي کرار او ارام ناست دي، دا خلک د پاچا خان د “جد و جهد ” نغده پایله ده، که فرضا د پاچا خان ټولې کار نامې ورسره ومنو دا یې باید پلویان او ستایونکي راسره ومني چې هغه په هرصورت بریالی سیاستوال نه و د کارنامو ګټه یې پنجاب ترلاسه کړې ده او د هغه پاته لارویان هم د پښتانه په نوم نیمه نیمښوره منافقانه سیاست پر مخ وړي. او دا هم د پاچا خان جدو جهد! .

تبصرې (4)

  • نعمان صاحب. ډیره غیر عادلانه لیکنه دی کړی. ستا نیمګړی او بی مخهومه لیکنی تاریخ نسی مسخه کولای. ستا د آی اس آی تنخوا خورو دیره هڅه وکړه او کلونه یی پر فخر افغان خان عبدالغفار خان صاحب باندی په بند کی تیر کړل خو تور مخی باتی سول. و پوښته تری چه په زولنو کی پروت میړنی پښتون حنګه انسان و؟
    اوس مو لکه چه د سره د ملی نفاق نوی پروژه آخستی چه پلی یی کړی. ضرورت هم دی چه نوی پروژی باندی کار شروع کړی ځکه چه هغه د مسلمانی په نوم د وحشت ( طالبانیزم) پروژه مو بادار ختمول غواړی او د داعش په نوی پروژه کی ستساسی رول کم دی . خو پوه شه چه پښتون اوس پوه دی دوست او دښمن پیژنی

  • کاشکی چی په پښتانو کی هم د کره ټولپوښتنی امکان وای، چی د دی نشنلیانو په اړه مو یوه ټولپوښتنه په لار اچولی وای چی په رښتیا هم دوی سره څوک ولاړ دي که نه؟ زما په اند خو هسی ځانونه د قام خدمتګاران ګڼي او په حقیقت کی یی پښتون په هر زبرځواک خرڅ کړ چی آخري مثال یی د ع و غ دوه سره اداره ده چی د امریکا په سفارت کی تعین شوه.

  • نعمان صاحب یقیناچی پرحقایقوولاړلیکنه ده رشتیاهم داسی ډیری شغالی څیری زموږپراولس دزمروپه نامه تیری شوی خوحقیقت بل وی