ایساف: د افغانستان په ختیځ کي دوه بهرني عسکر ووژل شول
نن ټکی آسیا: د افغانستان په ختیځ کي د بهرنیو ځواکونو دوه تنه عسکر ووژل شول.
په کابل کي د ایساف د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کي وویل چي نن د افغانستان په ختیځ کي د یو ماین چاودني له کبله د ایساف دوه تنه بهرني عسکر ووژل شول.
په اعلامیه کي د ایساف دپالیسي له مخي د وژل شویو عسکرو هویت نه دی څرګند شوی او نه هم د پيښي دقیق ځای څرګند شوی دی.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چي د پکتیا ولایت د احمد خییل ولسوالۍ د شوټ په سیمه کي طالبانو د بهرنیو ځواکونو یوه عراده موټر په ماین له منځه یوړ، چي له امله يې ۳ تنه بهرني عسکر مړه او ۳ نور ټپيان شول.
خو نومړي دخوست ولایت د صبریو په ولسوالۍ کي هم د ورته چاودنو له کبله بهرني عسکرو ته مرګ ژوبله رسیدلې.
Normal 0 false false false EN-US X-NONE AR-SA MicrosoftInternetExplorer4