افغانستان

په کندهار کې له سرښندونکي بریده وروسته وسلواله نښته پیل شوې

نن ټکی اسیا: په کندهارښار کې نن سهار وخته له یوموټربم سرښندونکي  برید حخه  وروسته وسلواله نښته پیل شوې ده.

عیني شاهدان وایي چې دا پيښه نن  دسهارپه شاوخوا شپږ نیمو بجو د ښار ددویمې ناحیې اړونده د نوي ښار په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د ګلالي  په نامه یوه عیني شاهد خبري رسنیو  ته وویل چې یوه سرښندونکي بریدګر له چاودیدونکیو توکیو ډک  موټر ته دیوې موسسې په دروازه کې چاودنه ورکړه او نور یې دننه ننوتل او وسلواله نښته یې پيل کړې ده،

تراوسه پوری دسختو درونو اوسپکو وسلو ډزی اوریدل کیږي، وسلوال وداني ته ننوتلي دي، او جګړه په پوره زور سره دوام لري

 ویل کیږي چی دجګړي سیمه دامنیتي ځواکونو لخوا کلا بنده شوې او په هوا کې د بهرنیو ځواکونو چورلکې ګرځي.

نور مالومات به وروسته پرلیکه شي.

نن تکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x