افغانستان

دکندهار دحج او اوقافو ریس مولوی نورالعزیز ژوبل شو

نن ټکی اسیاد کندهار ولايت مقام څخه رسنيو ته په ليږدول سوي خبرپاڼه کې راغلي چې د کندهار ولايت د  حج و اوقافو رئيس مولوي نور العزيز اغا نن د کندهار د ښوراندام په سيمه کي د سړک غاړي ماين په چاودنه کي ژوبل سوى او روغتون ته وړل سوى دى.

په خبرپاڼه کې ويل سوي چې د هغه موټر نن غرمه يوولس نيمي بجې د ښور اندام په سيمه کي حاجي کمپ ته څېرمه د نامالومو کسانو  له لوري پر ښخ سوي ماين ور برابر سو او ژوبل سو.

 

چاودنه کی یواځي دمولوی عبدالعزیز موټرته زیان اوښتی دي  او پکښي کوم بل چاته ځاني او مالي زيان نه دى اوښتى.

خوله یوي بلي رسمی سرچینی  له لوري خبر خپور شیو دی  وايې چې د نوموړي موټر ته څېرمه موټر سايکل سپرو د لاسي بم په وسيله بريد تر سره کړ او وروسته له سيمي څخه  وتښتيدل، د سرچيني د معلوماتو له مخي چې په دي پېښه کې د مولوي نورالعزيز پر پښو د لاسي بم پرزي لګيدلي دي ولي کوم بل چاته پکښې زيان نه دى اوښتى.

ددي پېښي پړه تر دي مهاله کومي ډلي په غاړه نه د اخيستي ولي وړاندي تر دي هم په نوموړي د پنجوايې ولسوالۍ په زله خان سيمه کې بمي چاودنه سوي وله او کوم زيان يې نه و ور رسولى.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x