افغانستان

کندهار: د ملي اردو د عسکر په ډزو ۳ تنه بهرني عسکر ووژل شول، اوه نور ټپيان شول

NATOsoldierskilledinAfghanistanنن ټکی آسیا: د ایساف د مطبوعاتي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کي وویل شول چي د یوه تن افغاني عسکر په ډزو سره دوه تنه بهرني عسکر ووژل شول.

خو افغاني چارواکي وايي چي د وژل شویو عسکرو شمیر ۳ دی، او اوه (۷) تنه نور ټپيان شوي دي.

د تفصیلاتو سره سم د ایساف په خبرپاڼه کي راغلي چي یو تن چي دملي اردو جامې يې په تن وې،

پر بهرنیو عسکرو ډزي کړي چي له کبله يې دوه تنه بهرني ووژل شول، او خپل بریدګر هم ووژل شو.

د بلي خوا د پنځم اتل قول اردو قومندان جنرال عبد الحمید رسنیو ته ویل چي نن سهار د کندهار ولایت د نیش د ولسوالۍ په یوه اړونده سیمه کي د بهرنیانو له خوا د ملي اردو عسکرو ته د بهرنیو قواوو له خوا روزنه ورکول کیده چي د ملي اردو د یوه تن عسکر له خوا پر بهرنیانو ډزي وشوې.

د نومړي په وینا په ډزو کي دوه تنه بهرني عسکر او د هغوی یو تن ژباړونکی ځای پر ځای ووژل شول او پر دې سربیره د اته (۸) تنه نور بهرني عسکر د یوه افغاني عسکر په ګډون ټپيان شول.

نومړي وویل چي یو بهرنی عسکر روغتون ته پر لاره خپل ژوند له لاسه ورکړ.

چي په دې توګه د وژل شویو بهرني عسکرو شمېر ۳ تنو ته ورسید، او د ټپيانو شمېر ۷ تنه دی.

د یادوني وړ ده چي نن په کابل کي هم د بهرنیو عسکرو پر کاروان باندي سرښندونکی برید وشو، چي له کبله يې د ناټو د ځینو چارواکو په وینا ۱۱ بهرني عسکر ووژل، چي په دې توګه نن په افغانستان کي تر اوسه ۱۴ تنه بهرني عسکر وژل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x