افغانستان

ډاکتر عبدالله: د جهاد اړوند څرګندونې مې د سیاف په غبرګون کې نه وې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۸مه ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت اجراییه رییس ډاکتر عبدالله وايي چې د تېرې ورځې څرګندونې يې د پخواني جهادي مشر عبد رب الرسول سیاف د څرګندونو په غبرګون کې نه وې او ګډحکومت چې هر وخت «مجاهدینو» ته اړتیا پیدا شوه، ترې استفاده به وکړي.

ګډحکومت اجراییه رییس دغه څرګندونې نن سه شنبه د ایران د جمهور رییس د مرستیال سره تر کتنې وروسته وکړې.

عبدالله عبدالله تېره ورځ په خپلو توندو څرګندونو کې پخواني جهادي قومندانان تر نيوکو لاندې راوستل نن يې د خپلو خبرو د سپیناوي په موخه ویلي چې دی ټولو «جهادي شخصیتونو» ته احترام لري او اطمینان لري چې د حکومتداراۍ مسایل به د «مجاهدینو» تر منځ د جدايۍ او بېلتون سبب نه کیږي.

د ګډحکومت دغه مشر چې ځانونه «پخواني مجاهدین» بولي په کابینه کې ځېنې پخواني کمونستان ټاکلي نن په خپلو څرګندونو کې ویلي چې «موږ ټول [مجاهدین] ګډ فکر لرو او هېڅ صورت دده څرګندونې د سیاف د وینا په غبرګون کې نه وې. سیاف جهادي رهبر دی او هېڅ وخت يې حکومتي منصب نه دی غوښتی، هغه په ټولنه کې ځانګړی ځای لري».

سیاف چې د سلواغې په ۲۶مه د روسانو د ماتې خوړلو په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وینا کوله وویل چې که جهاد معیار نه وي، نو جاسوسي معیار ده؟ وطنفروشي معیار ده؟ هغه په خپلې وینا کې ګډ حکومت تر سختو نیوکو لاندې راوست، خو عبدالله عبدالله بیا وايي چې سیاف خبرې رسنیو تحریف کړي او د نوموړي موخه هغسې نه وه څنګه چې رسنیو اخېستې ده.

عبدالله د سیاف د څرګندونو په غبرګون کې پرون په لومړي ځل د وزیرانو په شورا کې وویل چې که څوک يې حکومت ته ستونزې راولاړې کړي په ضد به یې جدي اقدام وکړي او له سختو عواقبو سره به مخ شي.

نوموړې وویل چې «دی په دې باور نه دی چې که وزیر شوم یا رییس شوم د جهاد ارزښتونو درناوی شوی او که نشوم، بیا نه دی شوی.»

د ګډحکومت په کابینه کې پخوانیو کمونستانو ته د پخوا په پرتله ډيره ونډه ورکړل شوې چې د «پخوانیو مجاهدینو» غوسه یې پارولې ده.

ویل کیږي چې د سیاف ډلې ته کرزي پخوا یو وزارت او ۲ ولایتونه ورکول چې ګډحکومت دغه وزارتونه نه دي ورکړي او له همدې کبله د ګډحکومت پر ضد توندې څرګندونې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x