افغانستان

د عبدالله عبدالله ټیم د داخلي شخړو ښکار دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۸مه، ۱۳۹۳ل): د تېرو ولسمشریزو ټاکنو په دویم پړاو کې ټول پخواني نوماندان دوو ټیمونو ته ورټول شول. پخواني مجاهدین هم د نورو سیاسي ډلو په څېر د عبدالله عبدالله او اشرف غني په ټیمونو کې له خپلو شخصي او تنظیمي اجنډاوو سره ځای شول. کله چې په تېر سپټمبر کې د جان کېري په پرېکړې د عبدالله او غني په ګډون د یوه مشترک حکومت طرحه ومنل شوه، د افغانستان زیاته برخه کابل مېشتي سیاستوال په راتلونکي حکومت کې د ونډې په تمه شول.

کله چې تېره میاشت د ګډ حکومت کابینه له ډېرو ناندریو وروسته اعلان شوه، په دواړو ټیمونو کې یې داخلي خپګانونه له ځان سره لرل. ځینې کړیو د اشرف غني له ټیم څخه نن ټکي اسیا ته حتا دا هم ویلي چې ولسمشر غني ظاهر قدیر، جبار قهرمان، قاضي امین وقاد او داسې نورو ته اوس د لیدلو وخت هم نه ورکوي.

یوې خاصي سرچینې نن ټکي اسیا ته دا هم نقل کړې ده چې ولسمشر قاضي امین وقاد ته یو اندازه ډالر مخې ته ایښي چې دا يې په ټاکنو کې لګولي وو او نور یې ترې د بیا نه ورتګ هیله کړې وه. داسې ویل کېږي چې اشرف غني یوازې له احمدضیا مسعود سره پر خپلې ژمنې ولاړ پاتې شوی. احمدضیا مسعود ته «په ښې حکومتدارۍ کې د ولسمشر فوق العاده استازي» په نامه څوکۍ جوړه شوې ده چې له سکوت څخه یې رضایت ښکاري.

تر کومه چې ځانګړې سرچینې خبر ورکړی، دغه د ټیم دننه ناخوالې بیا د اجراییه رييس، عبدالله عبدالله په ټیم کې ډېرې مشخصې دي. د عبدالله په ټیم کې چې د پخوانۍ شمال ټلوالې ډېری غړي په کې دي او د هغوی زیاته برخه په اداري چارو کې تخصص نه لري، له واک څخه د بې برخې ساتلو له امله له عبدالله څخه ناخوښه دي.

د نوې کابینې له تازه اعلان سره عبدرب الرسول سیاف یوازې معنادارې موعظې کولې او هڅه یې کوله چې د لارښوونو په واسطه عبدالله عبدالله ته ورسوي چې باید د ده برخه هېره نه کړي. اسماعیل خان بیا د کابینې له اعلان سره سم د نارضایتۍ ښوونديي وکړه. اسماعیل خان هم په تېرو ټاکنو کې د سیاف له ماتې وروسته له عبدالله عبدالله څخه ملاتړ وکړ. دغه جهادي قومندان په ډېره صریحه لهجه په حکومت کې د کمونیستانو پر شتون نیوکې وکړې.

سیاف د سلواغې پر ۲۶مې بیا د زړه بړاس ووېست. ځانګړې سرچینې زیاته کړې چې د سلواغې له ښکاره ناخوښۍ مخکې د سیاف د ټیم یوه مشر ویلې و چې د ګډ حکومت جمهوري ریاست خو یې هېڅ نظر نه غواړي چې اوس یې د اجراییه ریاست دفتر چې دوی یې ملاتړ کړی و، هم په چارو کې عبدرب الرسول سیاف د تیلیفوني مشورې وړ هم نه بولي. له دغو بې اعتنایو وروسته سیاف اړ شو چې د سلواغې پر ۲۶مه پر حکومت ډېرې ترخې نیوکې وکړي. سیاف چې پخوا پر طالبانو د نیوکو او فتواوو له امله مشهور و، دا ځل يې د فتوا په حربې پر ګډ حکومت ښې نیوکې وکړې. کله چې پرون اجراییه رييس د سیاف د خبرو ځواب ووایه او بیا یې هم کوم ارزښت ورنه کړ، د دواړو ترمنځ د اختلاف خلیج ډېر پراخ ښکاري. دا لومړی ځل دی چې حکومت د سیاف پر نیوکو توند غبرګون ښيي.

د سیاف د انتخاباتي ټیم ویاند، فهیم کوهدامني، چې تر ډېرې نژدې پورې يې په رسنیو کې له عبدالله څخه ملاتړ کاوه، په واک کې د «مجاهدینو» نه ګډون د ډاکټر عبدالله عبدالله «کم تجربه ګي» ګڼي. کوهدامنی مخکې ځي او زیاتوي: «موږ له دې وېره لرو چې خدای مه کړه ډاکټر صاحب عبدالله د یوې دسیسې برخه نه وي، چې تل د مجاهدینو او مقاومت کوونکو رایې او انرژي ترلاسه کوي او بیا یې پر سر خدای مه کړه معامله کوي». د عبدالله دغه پخوانی ویاند پرې نیوکه کوي وايي: «ډاکټر عبدالله موږ د دې لپاره په حکومت کې ماموریت ته نه دی استولی چې هلته خپلو څو تنو وزګارو ملګرو ته دندې پیدا کړي».

له سیاف پرته هغه کسان چې د عبدالله د ټیم لپاره او د عبدالله د بریا لپاره یې ان د ارګ د ویشتو ګواښونه کول، د ملي امنیت پخوانی رييس محمد عارف سروري، د ملي امنیت بل پخوانی رييس امر الله صالح، د کورنیو او دفاع چارو پخوانی وزیر، بسم الله محمدي، د کابل پخوانی امنیه قومندان او ټوپکسالار، امان الله ګذر، حضرت علي، د سیاف پخواني قومندانان او داسې نور شخصیتونه دي چې اوس د عبدالله په واسطه د واک د وېش له امله خواشیني او د اپوزیسیون د رامنځ ته کېدو خبرې کوي.

د سلواغې د ۲۶مې په غونډه کې د سیاف خبرداری او د دغو کړیو خپګان ښيي چې دغه بې سرنوشته سیاسي لوبغاړي اوس بیا د یوه ستر چتر په لټه کې دي چې د دوی غږ ترې پورته شي او په سیاست کې خپل شتون له فنا او ورکېدا څخه وژغورلای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x