افغانستان

طالبان: د کابل په چاودنه کي ۲۵ بهرني عسکر ووژل شول، ناټو: ۱۳ ووژل شول

Us_convay_under_attackنن ټکی آسیا: د کابل د نني برید په اړه د طالبانو په پاڼه کي په خپاره شوې خبر کي وویل شول چي دغه برید دطالبانو د یوه سرښندونکي مجاهد چي نوم يې عبد الرحمن هزار بز وو، له خوا تر سره شوی، چي په یوه لوی موټر کي ۷۰۰ انفجاري مواد ځای پر ځای کړې وه، او خبر وو چي پر دغه لار به امریکایان راځي.. هغه مخکي له مخکي لا سیمه نښاني کړې وه، او کله چي امریکایان راغله خپل موټر ته يې چاودنه ورکړه،

چي له کبله يې ۲۵ تنه امریکايي عسکر ووژل شول، او ګڼ شمېر نور ټپیان شول.

هغوی زیاته کړې چي دغه امریکايي عسکر به هر سهار د خواجه رواش هوايي اډي ته تلل او غرمه مهال به بیرته دار الامان ته ستنیدل.. چي د پيښي سره مخامخ شول.

په خبر کي زیاته شوې چي په چاودنه کي یو موټر چي په کښي افغاني ځواکونه سپاره وه، او د امریکايي عسکرو ساتنه يې کول، هم په بشپړه توګه له منځه تللی.

د بلي خوا د ناټو ځیني چارواکو د نوم نه خپرولو په شرط رسنیو ته ویلي چي په چاودنه کي ۱۴ تنه وژل شوي، چي درې تنه يې افغانان او پاته امریکايي عسکر دي.

د ایساف مطبوعاتي دفتر په خپل وروستنی خبرپاڼه کي وویل چي ۱۳ تنه بهرني عسکر ووژل شول.

هغوی زیاته کړې وه چي د مړو او ټپيانو د انتقالولو لپاره سیمي ته دوه هلیکوپټر لیږل شوي دي.

——-..ددي پيښي انځورنه دلته کتلای شی..——-

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x