افغانستان

د ګډ حکومت دواړو مشرانو له پاکستاني جنرالانو سره په جلا جلا توګه وکتل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۸مه ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس ډاکټر عبد الله د پاکستان د پوځ له لوی درستیز راحیل شریف سره په جلا جلا غونډو کې وکتل.

له ارګ څخه په خپرې شوې اعلامیه کې ویل شوي چې ولسمشر اشرف غني نن له غرمې وروسته په ارګ کې د راحیل شریف په مشرۍ د پاکستان له یو لوړ پوړي پلاوي سره په افغانستان کې د سولې په ټینګښت خبرې وکړې.

ارګ وايي چې د پاکستاني پلاوي پیغامونه مثبت او د هغوی د تعهد ښکارندوی وه. د ارګ خبرپاڼه زیاتوي چې انتظار لري د پاکستان همکاري به په دواړو هیوادونو کې د سولې د ټنګښت په لاره کې مثبتې پایلې ولري.

په عین وخت کې اجرایوي ریاست هم اعلان کړی چې ډاکټر عبد الله نن له غرمې وروسته په سپیدار ماڼۍ کې د جنرال راحیل شریف سره کتلي دي.

د اجرایوي ریاست له مطبوعاتي دفتر څخه خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي چې ډاکټر عبد الله له پاکستاني پلاوي سره په کتنه کې هیله څرګنده کړه چې د دواړو هیوادونو ترمینځ اړیکي او همکاري به لا پراخې شي.

د پاکستان لوی درستیز راحیل شریف په دې کتنه کې ویلي چې په سیمه کې به د تروریزم په ځپلو کې خپلو کوښښونو ته ادامه ورکوي.

د اجرایوي ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د ISI مشر جنرال رضوان اختر هم ګډون کړی وه او نوموړي په خپل وار له ګډ حکومت سره د همکارۍ ژمنه تازه کړه.

د ګډ حکومت له تشکیل وروسته افغانستان ته د پاکستاني جنرالانو سفرونه زیات شوي دي.

پاکستان ته د اشرف غني د سفر وروسته د پاکستان د لوی درستیز دا درېم سفر دی چې کابل ته یې کوي. همدا راز د پاکستان د څارګرې ادارې مشر جنرال رضوان اختر چې درې میاشتې وړاندې د ISI مشر ټاکل شوی، تر ټاکل کیدو وروسته یې افغانستان ته دری سفرونه کړي.

کابل ته د پاکستان د ملکي او پوځي چارواکو له سفرونو وروسته ګومان کیږي چې دواړه لوري د متقابلو همکاریو په برخه کې پټ جوړجاړي ته رسیدلي.

په سرحدي سیمو کې د پاکستاني طالبانو پر ضد پوځي عملیات د پاکستان پخوانۍ غوښتنه وه چې د پخواني ولسمشر کرزي د مخالفت سربیره به پاکستاني ځواکونو کله ناکله دغه سیمې په راکټونو او توغندیو ویشتلی.

خو اوس داسې ویل کیږي چې پاکستان د ګډ حکومت له ولسمشر څخه په دې اړه موافقه ترلاسه کړې.

څو ورځې وړاندې داسې راپورونه خپاره شول چې د پاکستان جنګي الوتکو له افغان ځواکونو سره په ګډه په سرحدي سیمو کې د طالبانو پر ضد عملیات ترسره کړي.

د پاکستاني جنرالانو له پرله پسې سفرونو سره جوخت په پاکستان کې په افغان مهاجرینو فشارونو هم زور اخیستی، چې ویل کیږي په افغان مهاجرینو د پاکستان فشارونه د ولسمشر اشرف غني له عمده غوښتنو څخه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x