نړۍ

افغاني او ایراني ملیشو په سوریه کې ۲۱ تنه ملکي وګړي په چړو حلال کړي

نن ټکی آسیا: د سوریې څخه د الجزیري خبریال خبر ورکړی چې ددغه هیواد کې هغه افغاني ملیشو چې د سوریه د پخواني واکمن بشار الاسد ملاتړ کوي، د ایراني او لبناني شیعه ملیشو په ګډون تیره ورځ د حلب په شمالي سیمه کې په ګڼو کلیو او سیمو بریدونه پيل کړل، چې له کبله یې زیات شمېر ملکي وګړي ووژل شول.

خبر زیاتوي چې د سیمي څخه روغتیايي چارواکو ویلي چې دوی لږ تر لږه د ۲۱ کسانو داسي جسدونه تر لاسه کړل چې سرونه ځیني په چاړه پریکړل شوي وه.

په حلب کې د الجزیرې خبریال (عمرو حلبي) ویلي چې د بشار الاسد ځواکونو د هغو شیعه ملیشو په ملاتړ د حلب په اطرافي کلیو باندي بریدونه پيل کړل چې د ایران، افغانستان او لبنان څخه تازه دمه ور رسیدلي دي.

د سوریا مباشر په نامه خبري اژانس مخکې خبر ورکړی وو چې د افغاني، ایراني او عراقي ملیشو د (باشکوي، رتیان او حردتین) په نامه کلیو باندي پراخ بریدونه پیل کړي، او ددغو کلیو تر نیولو وروسته یې په وحشیانه توګه وژني پیل کړي دي، چې تر اوسه په کښي زیات شمېر ماشومان، ښځي او نارینه وژل شوي دي.

بل اړخ ته د بشار الاسد په خلاف جنګېدونکو ډلو ویلي چې دوی هم په جوابي عملیاتو لاس پوري کړی، تر اوسه یې یو شمېر سیمي بیرته نیولي، او یو شمېر افغاني او ایراني وسلوال یې نیولي چې سیمي ته د جګړې په موخه راغلي وه، او ډیر ملکي وګړي يې په وحشت او ظلم سره وژلي.

د جبهة انصار الدین په نامه ډلي ویلي چې دوی د مخکي ذکر شویو کلیو څخه د (رتیان او حردتین) په نامه کلي بیرته نیولي دي.

بل اړخ ته د الجبهة الشامیه په نامه ډلي په یوه ویډیويي پيغام کې اعلان وکړ چې دوی د بشار الاسد د ځواکونو او شیعه ملیشو څخه بیرته هغه سیمي نیولي چې تیره ورځ یې تر خپلي ولکې لاندي کړي وی، او زیاته یې کړه چې ددوی په جوابي عملیاتو کې تر ۱۵۰ زیات مخالفین ووژل شول، چې اکثریت یې افغانان، ایرانیان او لبنانیان دي.

باید وویل شي چې له ډیره وخته ویل کیږي چې په سوریا کې زیات شمېر شیعه مذهبه افغانان د بشار الاسد په ملاتړ جنګیږي، چې په منځ کې مرګ ژوبله هم ډیره ده، خو تر اوسه د افغانستان حکومت په دې اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.

څو ورځي وړاندي د بشار الاسد د مخالفینو د ډلي څخه یو مشر وویل چې دوی به رسما د افغانستان د حکومت څخه غوښتنه وکړي، تر څو سوریا ته نور خپل د هیواد اتباع د جګړې لپاره را ونه لیږي، او نه هم بل چا ته اجازه ورکړي چې دغه جنګیالي د سوریې په جګړه کې استخدام کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
kareem khan

دا ده شیعه کفارو او سبائی طائفی له خپلو نیکونو یهودو او نصارؤ‌‌‌‌ سره داتحاد یوه بله بيلگه ده او انشآء الله ددوي خاتمه به د دجال سره كيژی. الله ج دی نن تکی آسیا ته دخپل اسلامی ملت دخدمت نور هم توفیق ورکری آمین

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x