افغانستان

په کابل کي د بهرنیو ځواکونو پر کاروان زوروره چاودنه وشول

darulamanنن ټکی آسیا: په کابل کي د یوې زوروري چاودني غږ واوریدل شو.

او په اړه يې د قومنداني امنیه ویاند حشمت ستانکزای رویترز ته ویلي چي دا چاودنه د یوې سرښندونکي برید په صورت کي نن د کابل په ښار کي د بهرنیو ځواکونو پر یوه کاروان باندي را منځته شوه.

ستانکزي دا نه ویل چي په دې چاودنه کي به څومره مرګ ژوبله رسېدلې وي.

ویل کیږي چي چاودنه د کابل ښار د دار الامان په سیمه کي د بهرنیو ځواکونو پر اکمالاتي کاروان را منځته شول.

د ناټو رسنیز مرکز په کابل کي رسنیو ته ویلي چي په چاودنه کي یو شمیر بهرنیو ځواکونو ته مرګ ژوبله رسیدلې، او زیاته کړې چي دوې هلیکوپتري د مړو او ټپيانو د انتقال لپاره تللي دي.

هغوی زیاته کړې چي چاودنه د یو موټر په واسطه تر سره شوې، او له کبله يې د بهرنیو ځواکونو یو بس موتر پر منځ دوه ځایه شوی او په بشپړه توګه له منځه تللی.

تر اوسه هغوی د مرګ ژوبلي د شمیر په اړه کوم ډول څرګندوني نه دي کړي.

د طالبانو له خوا په یوه استول شوي تلیفوني پیغام کي د پيښي پړه په غاړه اخیستل شوې، او نور يې هیڅ ډول معلومات تر اوسه نه دي خپاره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x