افغانستان

كنړ: د ملي امنیت پر دفتر باندي سرښندونکی برید شوی

man_injured_herat_blastنن ټکی آسیا: نن سهار د کنړ ولایت په مرکز اسعد اباد کي د ملي امنیت پر یوه مرکز سرښندونکی برید شوی، چي له کبله يې د ملي امنیت یو شمیر غړو ته مرګ ژوبله رسیدلې، او پنځه تنه ملکي کسان ټپیان شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چي دغه برید یو ښځینه سرښندونکي مجاهدي له خوا تر سره شوی، چي له امله يې د ملي امنیت یو شمیر کارکونکو ته مرګ ژوبله رسیدلې،

خو هغه دا شمیر په ګوته نه کړ.

نومړي زیاته کړه چي په پيښه کې ۵ تنه ملکي وګړي هم ټپيان شوي دي.

باید وویل شي چي د کنړ ولایت څخه حکومتي چارواکو رسنیو ته ویلي چي په چاودنه کي یو تن ملکي وژل شوی دي، او د ملي امنیت د ۳ تنو کارکونکو په ګډون ۵ تنه نور ټپیان شوي دي، چي په ټپيانو کي یوه میرمنه هم ده.

د ملي امنیت چارواکو ویلي چي برید کونکي دوې ښځي وې، چي یوې يې ځانته چاودنه ورکړه، او بله په تیښته بریالي شوله، چي اوس يې هم د پيدا کولو هڅي رواني دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x