ټولنیزه برخه

اصلي وظــــــیفه ؟

قاري سعید

دې ته باید متوجه واوسو چې د پیغمبرانو علیهم السلام او دالله تعالی د خلیفه په حیث د هر مکلف او ژمن انسان اصلي وظیفه اصلاح ده.

که ددین بیلابیلو شعبو ته ژور نظر وکړو د ټولو نهایي هدف د بندګانو اصلاح او تهذیب دی،دعوت،تعلیم،جهاد،تزکیه او ددیني خدمت د نورو برخو اصلي مقصد دادی چې دالله تعالی بندګان اصلاح شي، دکفر ، نفاق،جهالت او ګمراهۍ له تیارو راووځي او فکر او عمل یي په دیني انوارو منور شي.

دې ته په پام سره زموږ د مبارزې او فعالیت منځ ټکی او نهایي هدف باید د بندګانو اصلاح او سمې لارې ته هدایت وي،د ځان، کورنۍ او ټولنې د اصلاح په لاره کې که هره طریقه راته اغیزمنه وبرېښیده باید د مقتضی الحال والمقام د اصل مطابق ترې استفاده وکړو، او ددې هدف په حصول کې بایددافراط، تفریط،جذباتو، تنګ نظرۍ او انحصارګرۍ د فتنو ښکار نه شو.

د اصلاح مراتب

په تیره لیکنه کې مو وویل چې د دیني فعالینو په حیث زموږ اصلي دنده اصلاح ده، دلته به د عملي حکمت د علماء له نظره د اصلاح مراتب درته ذکر کړو.

پوهانو اصلاح ته دری مرتبې تعین کړي دي، چې هره مخکینۍ یي د وروستنۍ لپاره د شرط او موقوف علیه حیثیت لري مطلب داچې تر څو داصلاح لومړنۍ مرتبه نه وي حاصله شوي د دوهمې حصول سخت دی. دغه مرتبې په لاندې ډول دي:

لومړی : تهذیب الاخلاق
دوهم : تدبیر منزل
دریم : سیاست مدني

له تهذیب الاخلاق نه مطلب ځان جوړونه یا د فرد ځاني اصلاح ده،دغه مرتبه د ورپسې مرتبې لپاره شرط ده ترڅو چې فرد ځان نه وي اصلاح کړی کورنۍ نه شي اصلاح کولای او کله چې ځان اصلاح او خپل اخلاق مهذب کړي نو بیا کولای شي تدبیر منزل یا د کورنۍ اصلاح ترسره کړي.

تدبیرمنزل په عین شکل د مدني سیاست یا ټولنیزې اصلاح لپاره شرط بلل کیږي،چا چې ځان او خپل کور نه وي اصلاح کړی په ټولنه کې یي څوک خبرې ته غوږ نه نیسي، نوځکه موږ ته لازمه ده چې لومړی ځان او ورپسې کورنۍ اصلاح کړو،ځکه له دیني اړخه هم خپلوان دنورو په نسبت حقدار بلل شوي دي او کله مو چې کورنۍ اصلاح کړه بیا د کلي،کوڅې،ګذر ، سیمې او هیواد په سطحه اصلاحي فعالیت ته ملا وتړو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x