نړۍ

سعودي په مشهور داعي سلمان العوده د سفر لګيدلی بندیز لغوه کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۲۹مه ۱۳۹۳ل): سعودي چارواکو پرون سه شنبه په مشهور داعي سلمان العوده باندې لګیدلی بندیز لغوه کړ.

سلمان العوده باندې د سعودي حکومت په ۲۰۱۱ز کال کې ددغه هېواده په وتلو بندیز لګولی و او د سعودي څخه یې ممنوع الخروج اعلان کړ و.

د شیخ سلمان العوده ځانګړي سکرتر خالدالقفاري هم په نوموړي د سفر بندیز د لغوه کېدلو پخلی کړی دی.

ښاغلي خالد پر خپلې ټویټر پاڼې لیکل «الحمدلله، د شیخ سلمان العوده په سفر لګیدلی بندیز د لغوه کيدلو وروسته یې د سفر جواز نن تجدید کړ».

ښاغلي سلمان العوده هم په نوموړي د ممنوع الخروجۍ د بندیز لرې کېدلو پخلی کړی دی او په خپلې ټویټر پاڼې يې له ټولو هغو کسانو مننه کړې چې د نوموړي په سفر لګیدلی بندیز په لغوه کېدو خوښ شوي.

سلمان العوده په ۲۰۱۱ ز کال د جولايي په میاشت کې هغه مهال د ریاض نړیوال هوايي ډګر څخه راوګرځول شو چې مصر ته د «حجر الزوایه» په نوم تلویزوني پروګرام کې د برخه اخېستلو لپاره یې سفر کاوه.

سعودي حکومت هغه مهال نه رسما اعلان کړه چې نوموړی یې ممنوع الخروج اعلان کړی او نه يې هم په نوموړي د سفر لګېدلو لامل څرګند کړ.

سلمان العوده باندې دغه بندیزونه تر هغه وروسته لرې کیږي چې نېږدې یوه میاشت وړاندې ملک عبدالله ومړ او پر ځای يې سلمان بن عبدالعزیز د فرورۍ په ۲۳مه پاچا شو.

ملک عبدالله په نسبت سلمان بن عبدالعزیز د اخوان المسلمین سره ښې اړیکي لري او له همدې امله ښايي یو شمېر هغه داعیان چې د اخوان المسلمین فکر و نظر لري، خوشې کړي.

تر دې وړاندې د سعودي پاچا ملک عبدالله د اخوان المسلمین د حکومت د ړنګولو لپاره جنرال عبدالفتاح سیسي سره میلیاردونه ډالر مرسته کړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x