ورزش

شکیب الحسن او مشفق الرحیم ښې توپوهنې بنګلادیش تر ۲۶۷ ورساوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۲۹مه ۱۳۹۳ل): په روان نړیوال جام کې افغانستان لومړنۍ لوبډله ده چې د ټيسټ او اوله درجه لوبډله د خپلې پیاوړې اتوپ اچونې پر مټ مجبوره کړي چې تر ۳۰۰ کمې منډې وکړي.

افغانستان نن په پیل کې پیاوړې توپ اچونه وکړه، ډګر ساتنه (فیلډنګ) یې هم د پخوا په پرتله ښه شوی و او داسې تمې هم وې چې ښايي بنګلادیش تر ۲۰۰ پورې منډې وکړي خو د شکیب الحسن او مشفق الرحیم ښې او پیاوړې لوبې پر مټ بنګلادیش وتوانید چې افغانستان ته ۲۶۸ منډې هدف وټاکي.

افغانستان په پیل کې بنګلادیش تر خپل پوره فشار لاندې راوستی و. په ۲۹،۱ اورونو کې بنګلادیش ۱۱۹ منډې جوړې کړې وې. وروسته چې مشفق الرحیم او شکیب الحسن توپ وهنې ته ودریدل په ۱۵،۳ اورونو کې یې ۱۱۴ منډې جوړې کړې. شکیب الحسن په ۵۱ توپونو ۶۳ او مشفق الرحیم بیا په ۵۶ بالونو ۷۱ منډې جوړې کړې.

سربېره پر دې چې د افغانستان د توپ اچونې برخه قوي ده او مخالف لوبډله ترې په ویره کې ده، په پیل او آخر کې ښه وچلېدله. میرویس اشرف، حمید حسن، شاپور ځدران او افتاب عالم دوې دوې ویکټې واخېستلې.

بنګلادیش په وروستیو ۵ اورونو کې د افغان بالرانو په مقابل کې ښه لوبه ونه کړله او همدا لامل شو چې لوبډله یې ونه توانیدله چې ۳۰۰ منډې پوره کړي.

افغانستان توپوهنې په برخه کې که له حوصلې کار واخلي، ډيرې هېلې شته چې سیالي وګټي.
کولای شئ چې د افغانستان او بنګلادیش سیالي په ژوندۍ بڼه د لینک به کیکاږلو سره وګورئ:

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x