افغانستان

د افغانستان ملي امنیت د ملا خادم د انځور په اړه خپله تېروتنه ومنله

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۲۹مه، ۱۳۹۳ل): د ملي امنیت عمومي ریاست اعتراف وکړ، چې د روانې لمریزې میاشتې په شلمه نېټه يې په خپله خبر پاڼه کې د پخواني طالب مشر ملا عبدالرؤف خادم پر ځای د یو بل افغان انځور په تیروتنې سره خپور کړی و.

د ملي امنیت له ریاسته په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دې ریاست د سلواغې په شلمه د ملا عبدالروف خادم په تړاو په خبرپاڼه کې د بل کس انځور د ملا عبدالروف خادم په نامه خپور کړی دی، چې غلطي يې کړې ده.

مشهور طالب قومندان ملا عبدالروف خادم د روانې لمریزې میاشتې په شلمه په هلمند کې د امریکايي بې پېلوټه الوتکو په هوايي برید کې له خپلو پنځو تنو ملګرو سره په نښه شو، چې د غربي اژانسو له راپورونو څو ساعته وروسته د ملي امنیت ادارې هم دغه برید تایید کړ.

نن ټکی اسیا د خپلو ځانګړو سرچېنو له لارې د پېښې په ورځ د ملا عبدالروف خادم یوازینی عکس تر لاسه او سمدستې د ویب پاڼې سربېره د فیسبوک او ټویټر په مټ خپور کړ، وروسته بیا د سیمې او نړۍ زیاتره رسنیو هم په خپله لمنه کې ځای ورکړ.

نیویارک ټایمز امریکايي ورځپاڼې په تازه ګڼه کې د ملي امنیت پر همدې کړنه تبصره کړې او ويلي يې دي چې دوی سره له دې چې د ملا عبدالروف خادم پر وژنه خوښي څرګندوله، خو تصویر يې د شاولي خان په نامه د کیوبا د پخواني زنداني ورسره خپور کړی دی.

ملي امنیت په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې د شاه ولي خان څېره د ملا عبدالروف خادم له څېرې سره نږدې ورته والی لري «او نوموړی هم د ملا خادم په څېر د ګوانتامو په امریکايي محبس کې حبس و، چې اوس خوشې شوی دی.»

تر دې وړاندې هم د ملي امنیت ادارې د انس حقاني او د هغه د ملګرو په اړه ویلي و، چې په خوست ولایت کې يې نیولي دي، په داسې حال چې هغوی له هېواده د باندې بهرنیانو نیولي او افغان حکومت ته يې سپارلي و.

په داسې حال کې چې نن ټکی اسیا له لورې د ملا عبدالروف خادم یوازینی اصلي عکس او د ملي امنیت له لوري خپور کړای شوی تصویر سره هېڅ داسې ورته والی نه لري، چې څوک پرې تېر وځي.

تر دې وړاندې اټکل کېده چې ښايي ملی امنیت به له کره سرچینو څخه معلومات تر لاسه کوي، خو له دې پیښې جوتیږي چې د ملي امنیت تکیه هم تر ډیره حده په ګوګل ده او د ظاهري شباهت له مخې د خلکو انځورونه خپروي.

ویل کېږي په دې وروستیو کې د افغان دولت داخلي کړکېچونه او ګډوډۍ د دې لامل شوي، چې د ګډ حکومت مهمه اداره ملي امنیت د ځانګړو لاسته راوړنو پر ځای د ترانو غږوونکو او فیسبوکیانو د نېونې او نورو «تېروتنو» ته په خپلو خبرپاڼو کې ځای ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x