خوست: د اکمالاتي کاروان ۵ تنه موټر چلونکي ووژل شول
نن ټکی آسیا: د خوست ولایت امنیتي چارواکي وايي چي تیره شپه د وسلوالو په ډزو کي څلور تنه ووژل شول.
هغوی زیاته کړه چي پیښه د خوست په مرکز کي د لکڼ په سیمه کي د ایوب خیل په کلي کي هغه وخت را منځته شول، کله چي پر موټر سایکل سپرو کسانو پر یوه موټر ډزي وکړي، چي له امله يې د موټر څلور تنه سپرلي ووژل شول.
هغوی زیاته کړه چي وژل شويو کسانو په حکومت کي کومه رسمي دنده نه ترسره کول.
خو ویل کیږي چي دغه کسانو د بهرنیو ځواکونو د اکمالاتي کاروانونو کي د موټر چلوونکو په توګه دنده ترسره کول.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دپيښي پړه پر غاړه اخیستې او زیاته کړې چي تیره شپه طالبانو د اکمالاتي کاروان د موټر چلوونکو پر یوه موټر ډزي وکړي چي له کبله يې څلور تنه مړه او یو بل ټپي شو.
د سیمي اوسیدونکو ویلي چي په موټر کي سپاره کسانو څخه ۳ تنه د یوې کورنۍ وه، او د وژل شویو کسانو شمېر پنځه تنه وو.