افغانستان

پکتیکا: د جانخېلو ولسوالي امنیه قومندان ووژل شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۲۹مه، ۱۳۹۳ل): د پکتیکا ولایت د جانخېلو ولسوالي امنیه قومندان نن په یوه بمي چاودنه کې ووژل شو.

د پکتیکا ولایت سیمه ییز چارواکي پېښه تاييدوي او وايي چې نوموړی نن په یوه خښ کړل شوي ماین ور برابر شو.

د جانخېلو ولسوالي امنیه قومندان فیصل د دې ولسوالي د پخواني امنیه قومندان سادول له وژل کېدو وروسته پر دې دنده وګمارل شو.

طالبانو رسماً د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي، خو په سیمه کې فعالو طالبانو د پېښې پخلی کړی او ویلي يې دي چې قومندان فیصل يې نن شاوخوا لس بجې په یوه بمي چاودنه کې له منځه یووړ.

قومندان د پخواني قومندان سادول په لاره روان و، چې د سیمې د خلکو په قول په جانخېلو کې يې د اوږدو جامو او اوږدو ږېرو ځوانان نه پرېښودل.

تر دې وړاندې قومندان سادول د جانخېلو په بازار کې دوو تنو ځوانانو ته یوازې پر دې خاطر د شا او مخ لمنې ورغوڅې کړې، چې ولې يې اوږدې جامې اغوستې دي.

یاده دې جانخېل د پکتیکا هغه ولسوالي ده، چې له مرکز پرته يې واک د طالبانو په لاس کې دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x