افغانستان

خوږیاڼو کې امریکايي جټ الوتکو یو ځل بیا ۶ ملکي وګړي شهیدان کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۲۹مه ۱۳۹۳ل): د هېواد په ختیځ ولایت ننګرهار کې امریکايي ځواکونو یو ځل بیا په ملکي وګړو بمبار کړی او ۶ تنه ملکي وګړي یې شهیدان کړي دي.

د ننګرهار ولایت څخه ورکړل شوي راپورونه وايي چې دغه پېښه د خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند د کمبو په سیمه کې رامنځته شوې.

د یادې ولسوالۍ د کږې د سیمې اوسیدونکی حاجي عالم نن ټکي اسیا ته د تلیفون پر کرښه وویل چې امریکايي جېټ الوتکو نن له غرمې وروسته ۱ بجه د پټي خرګي په سیمه د ملکي وګړو په یوه موټر بمبار وکړ.

هغه زیاته کړه چې د جیټ الوتکو د بمبار له کبله به موټر کې ناست ۶ ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

ددغې پېښې خبر په داسې حال کې ورکول کیږي چې پرون ماسپښین مهال امریکايي ځواکونو د وزیرو او قیلغو د سیمو په منځ کې د نازو غونډۍ سره ۳ دهقانان چې د کوکنارو په پټي کې یې خېشاوه کوله بمبار کړل.

نېږدې یوه میاشت وړاندې هم د وزیرو په سیمه کې بهرنیو ځواکونو یو کور بمبار کړ، چې په کې د یوې کورنۍ پنځه غړي په شهادت ورسېدل.

د بهرنیو یرغلګرو ځواکونو لخوا په ولسي وګړو بمبارۍ نوې خبره نه ده. په نېږدې څو میاشتو کې د یرغلګرو ځواکونو لخوا د څوم ځل دی چې په ملکي وګړو بمباري کوي.

د ګډحکومت چارواکو د امریکايي بمباریو په اړه عموما هېڅ غبرګون نه ښيي.
دا په داسې حال کې چې بهرنیو ځواکونو رسما په افغانستان کې محاربوي عملیات پای ته رسولي دي.

د چارو شننونکي وايي چې د بهرنیو ځواکونو محاربوي عملیات د کاغذ او رسنیو پر مخ پای ته رسیدلي ولې په حقیقت کې اوس هم ټول محاربوي عملیات امریکا او ناټو ځواکونه رهبري کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x