افغانستان

ننګرهار: د بهرنیانو په بمبار کې تر سلو زیات کسانو ته مرګ ژوبله ورسیدل

nangarhar_zalzala6نن ټکی آسیا: نن د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې د بهرنیانو د الوتکو د بمباریو له کبله لږ تر لږه دیرش تنه مړه او په لسګونو نور ټپیان شول.

ویل کیږي چي دا پيښه وروسته تر هغه را منځته شول، کله چي د اچین ولسوالۍ د سیاه چوب د کلي سره نیژدې پر یوه دښته باندي ددوو قومونو (سه پای) او (علی شبر خیل) تر منځ د څو کلونو راهیسي شخړه توده شول.

ویل کیږي چي دا شخړه د څو کلونو راهیسي موجوده ده، چي په دې وروستیو کې د حکومت په منځګړیتوب دا فیصله شوې وه چي دواړه قومونه باید خپل خپل وسلوال کسان د سیمي څخه وباسي، او دا لانجه د خبرو اترو له لاري حل کړې، خو د سیمي خلک وايي چي تیره ورځ د (سه پای) قوم له وسلوالو په دښته کي خپلي مورچي کلکي کړې، او جګړه يې پیل کړه.. او هغوی هغه ودانی هم په نښه کړه په کومه کي چي د ننګرهار والي ګل اغا شیرزی، امنیه قومندان او نور حکومتي چارواکي را ټول شوې وه.

د جګړې د پيل څخه څو شیبې وروسته د بهرنیانو هلیکوپتر الوتکي سیمي ته راغلې او سیمه يې بمبار کړه، چي په ترڅ کې زیات شمیر کسان ووژل شول، او شمیر نو ټپیان شول.

د سیمي څخه ځیني قومي مشران وايي چي د بمباریو له کبله نیژدې سل کسو ته مرګ ژوبله اوښتې، چي تر دیرشو زیات کسان یوازي په کښي مړه دي.

او پر دې سربیره امنیتي ځواکونو د (سه پای) قوم نیژدې شپیته کسان نیولي دي.

په کابل کي د ایساف رسنیز مرکز رسنیو ته د پيښي په اړه ویلي چي نن د جمعې په ورځ د شینوارو په ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو پر ګزمه باندي وسلوال برید وشو، چي بیا سیمي ته هلیکوپتري ولیږل شوې، او هغه هلته وسلوال په نښه کړه، او لږ تر لږه يې دیرش تنه وسلوال ووژل..

د جلال اباد په روغتون کي بیړنی حالت اعلان شوی، یوه ډاکټر رسنیو ته ویلي چي تر اوسه دوی ته ۱۸ تنه ټپیان ور وړل شوي دي، او په دې هکله يې نور معلومات ورنکړه.

داسي ګمان کیږي چي که بهرني ځواکونو د قومونو تر منځ په داسي پيښو کي ځان ښکیل کړ، نو په افغانستان کي مرګ ژوبله خورا زیاته سي، او هم به د بهرنیو ځواکونو لپاره دا خبره ډیره ګرانه تمامه سي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x