افغانستان

یوناما: د ملکی تلفاتو شمېره دوه ویشت سلنه ډېره شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۹مه، ۱۳۹۳ل): په کابل کې د ملګرو ملتو اداره وايي چې په تېر میلادي کال کې د جګړې د دواړو غاړو له لوري د ملکي تلفاتو شمېره دوه ویشت سلنه ډېره شوې ده.

په کابل کې د ملګرو ملتو د دې ادارې مشر نیکولاس هیسم وايي چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې ټول ۱۰۵۴۸ تنه عام وګړي له منځه تللي دي، چې په ټولو تېرو کلونو کې يې نمونه نه ده لیدل شوې.

په دې راپور کې راغلي چې د پورته تلفاتو يو اویا سلنه مسوولیت د طالبانو په غاړه دی او پاتې اته ویشت سلنه يې دولت او بهرنیان مسوول بللي دي.

سره له دې چې طالبانو د ملګرو ملتو ورته راپورونه پرلپسې تبلیغاتي او یو طرفه ګڼلي دي، خو بیا هم په دې راپور کې راغلي چې د ټولو ملکي تلفاتو یو اویا سلنه د دولت ضد عناصرو او څوارلس يې د دولت پلوه ځواکونو ته منسوب ده او په دغو کې بیا دوولس سلنه د افغان ځواکونو او دوه سلنه يې د بهرنیانو له لوري ترسره شوي بولي.

یوناما وايي چې په دې تلفاتو کې هدفي وژنې د نورو کلونو په پرتله پنځه سلنه کمې شوې دي، خو ډېری تلفات يې په پراخو بریدونو او چاودنو کې شوې دي.

تر دې وړاندې هم یوناما د ملکي تلفاتو په شپږ میاشتني راپور کې تر اویا سلنه ډېر تلفات د طالبانو له لوري بللي و، چې هغوی پخپلو خبرپاڼو کې دا راپور په کلکه رد کړ.

یاده دې وي د یوناما په راپورونو کې اربکیان هم په عامو وګړو ګڼل کېږي چې د تلفاتو شمېره پرې مخ په وړاندې تلای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x