بنګلادیش د اسیايي جام غچ واخېست

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۲۹مه ۱۳۹۳ل): د بنګلادیش پړانګانو د کانبیرا په لوبغالي کې افغانستان ته د اسیايي جام د ماتې پور ورپوره ورکړ او په ۱۰۵ منډو يې افغانستان مات کړ.

بنګلادیش د شکیب الحسن او مشفق الرحیم د پیاوړې توپوهنې په مرسته ۲۶۷ منډې وکړې. وروسته کپتان مشرفي مرتضی لوبډلې بیا په ۳ اورونو کې په ۳ منډو د افغانستان د سر ۳ لوبغاړي وسوځول.

افغانستان له پیله د بنګلادیش تر سخت فشار لاندې راغی. سمیع الله شینواري او نوروز منګل د لوبې د قابو کولو کوښښ پیل کړ او ورو لوبه یې پیل کړه. نوروز منګل په ۵۷ بالونو یوازې ۲۷ او سمیع الله شینواري په ۷۵ بالونو ۴۲ منډې وکړې.

محمد نبي نسبتا بیا تیزه لوبه وکړه. هغه کوښښ کاوه چې د تېرو لوبغاړو د بالونو پريښودل جبران کړي او یو څه تیزې منډې وکړي خو د مشرفي مرتضی په بال د ۴۴ منډو په جوړولو سره کېچ اوټ شو. نجیب ځدران هم چندان د پاموړ لوبه ونه کړله، هغه په ۳۴ بالونو ۱۷ منډې جوړې کړې، میرویس اشرف ۱۰، افتاب عالم ۱۴، حمید حسن صفر او شاپور ځدران ۲ منډې جوړې کړې.

افغانستان تر هغې وړاندې ښه توپ اچونه وکړه. حمید حسن او شاپور ځدران وکولای شول چې په لومړیو ۱۵ اورونو کې بنګلادیش لوبډله تر ۵۰ منډو محدوده کړي.

وروسته بنګالي لوبغاړو یو څه لوبه روانه کړه. په ۳۰م اور کې بنګلادیش ۱۱۹ ته منډې ورسولې. بنګالي لوبغاړو کې تر ټولو ښه لوبه مشفق الرحیم او شکیب الحسن وکړله او د همدوی د ښه توپوهنې پر مټ یې وکولای شو چې په ۱۵،۳ اوورنو کې ۱۱۴ منډې زیاتې کړي او افغانستان ته ۲۶۸ منډې هدف وټاکي.

سربېره پر دې افغانستان لوبډله د توپ اچونې په برخه کې ښه وځلیدله خو د توپوهنې په برخه کې بیا مات شول. افغانستان د ننۍ ماتې لامل د اوپنرانو ژر سوځېدل ښودل کیږي.

دوهم لامل دا هم ښودل کیږي چې افغان لوبډلې پچه وبایلله او په دغو لوبغالو کې لومړی توپوهنه ګټوره ثابتیږي، ځکه لوبغاړي له هر ډول فشار پرته لوبه کوي.

د هر څه سره سره افغانستان د بیټنګ په برخه کې خرابه لوبه وکړه او دغې برخه ته باید په اینده کې جدي توجه وکړي.

افغانستان بله سیالي د سري لنکا لوبډلې سره د فرورۍ په ۲۲مه لري. سیالي به د افغانستان پر وخت د شپې په ۲:۳۰ بجې پيلیږي.

cricket sdad

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د