افغانستان

ناټو وایی دافغانستان په ختیځ کی مو دیرش وسلوال وژلي دي

afghanistan troopsنن ټکی اسیا: په افغانستان کی دناټو هیوادونه نړیوال ځواکونه وایی دافغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کی مو دیرش کسه وسلوال دیوه جوابي برید په ترڅ کی ووژل، په کابل کی دناټو ځواکونود مطبوعاتي دفتر له لوری په خپاره شوی خبرکی راغلی دی چی نن له غرمی څخه وروسته دننګرهار ولایت دشنوارو په ولسوالي کی وسلوالو دناټو اوافغاني عسکرو یو کاروان تربرید لاندی راوستی، خو دجنګ په اولو شیبو کی زمونږ الوتکی دپيښي ځای ته ورسیدلی او وسلوال یی ترهوایی برید لاندی راواستو چی له امله یی ۳۰ وسلوال ووژل شول.

دناټو ځواکونود افغاني اوبهرنیو عسکرو دزیان په اړه څه نه دي ویلی. او همدارنګه دطالبانو له لوري هم تراوسه په دی اړه څه نه دی ویل شوی، دیادولو وړ ده چی دروان کال په لومړیو کی بهرنیو ځواکونو دافغانستان په سویل لویدیځ کی خپلو عملیاتو ته زور ورکړی وو، خو په دی وروستیوکی بهرنیانو دهیواد ختیځ کی له پاکستان سره پرپوله باندی عملیات توند کړی دی.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x