افغانستان

ننګرهار: د کانال بیا رغونې پروژه پیل شوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۲۹مه، ۱۳۹۳ل): په ننګرهار کې د شپاړلس اعشاریه درې میلیونه ډالرو په ارزښت د کانال د بیا رغونې پروژه پیل او د شپږ میلیونه ډالرو په لګښت د شېدو د پروسس فابریکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د دې غبرګو پروژو د پیل او ګټې اخیستنې په مراسمو کې د کرنې او سوداګرۍ وزرات وزیرانو او د ننګرهارسرپرست والي هم ګډون کړی و.

د کرنې او مالدارۍ سرپرست وزیر محمد سلیم کندوزي وویل چې دوی د کانال د بیا رغونې پروژه د اسیايي بانک په مرسته پیل کړې، چې څو ورځې وړاندې يې ورسره د پنځه ویشت میلیونو ډالرو د مرستې هوکړه لیک لاسلیک کړ.

کندوزي وړاندې وویل چې په دې پروژه کې به د کانال په اوږدو کې«شپيته غټې او وړې پروژې، چې د کانال دروازې، واشوونه ، ويالې، استنادي ديوالونه» هم پکې شامل دي د اتلس میاشتو په موده کې بشپړېږي.

د ننګرهار سرپرست والي عطاالله لودین وايي چې د دې پروژې په پیلېدو سره به ګڼو ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي او د ننګرهار په اقتصاد به ښه اغېزه وکړي.

په دې مراسمو کې د شېدو د پروسس فابریکه هم د ننګرهار د سرپرست والي له لوري د پټۍ په پرې کولو سره ګټې اخیستنې ته چمتو شوه.

په ختیځ زون کې د لبنیاتو د پروسس د پروژې مسوول ډاکټر لطف الله وايي چې دغه فابریکه د هغې پروژې یوه برخه ده چې په ۱۳۸۹لمریز کال کې پیل شوه او ټوله پروژه به په ۱۳۹۵لمریز کال ګټې ته وسپارل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x