افغانستان

فاریاب: د محافظت عامې قطعې ۵۰۰ منسوبینو د دندو پريښودلو ګواښ کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۲۹مه ۱۳۹۳ل): د فاریاب ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې د محافظت عامې قطعې۵۰۰ منسوبینو ګواښ کړی چې که په څو ورځو کې ورته د تېرو ۵ میاشتو معاش ورنکړل شي، دندې به پریږدي.

د فاریاب د محافظت عامې قطعې قومندان سمونوال ګل محمد ویلي چې د تېرو ۵ میاشتو راهیسې د محافظت عامې قطعې د پرسونل معاشونه نه دي ورکړل شوي او که په اینده څو ورځو کې معاشونه ورنکړل شي، دندې به پریږدي.

هغه ویلي چې د غورماچ ولسوالۍ په بشپړه توګه له نا امنو ولسوالیو څخه ده او په تېر یو کال کې یوازې ددغې قطعې ۷۱ عسکر د طالبانو سره په نښتو کې وژل شوي او لسګونه نور يې ټپیان شوي دي.

ددغې قطعې یو تن عسکر محمد شاه پژواک خبري اژانس ته ویلي چې د مرګ د خطر سربېره دی حاضر شوی چې د ۱۳زره افغانیو د معاش په برابر کې د جګړې په لومړي خط کې وجنګیږي خو د تېرو پنځو میاشتو راهیسې معاش نه دی ورکړل شوی.

دغه سرباز زیاتوي چې «که دولت ورته زر تر زره معاش رانه کړي، دنده پریږدم او د نفقې د پیدا کولو لپاره ایران ته ځم».

د محافظت عامه د قطعې قومندان وايي چې د دوی معاش د فواید عامې وزارت په غاړه ده، ځکه دغه قطعه د سرک جوړونې د شرکت د کارکوونکو د امنیت د تامین لپاره چې ټاکل شوې وه د قیصار او لامان حلقوي سرک جوړ کړي، دغه ځای کې ځای پر ځای شوې وه.

قومندان زیاته کړې چې د معاشونو د نه ورکړې په موضوع د فاریاب والي، کورنیو چارو وزارت او د ګډحکومت لومړي مرستیال سره غږیدلي خو کوم مثبت ځواب یې نه دی ورکړی.

د فاریاب ولایت سرپرست والي محمدالله بتاش بیا د معاشونو د نه ورکړې اساسي ستونزه د کورنیو چارو او فواید عامې وزارت ګڼي.

هغه وايي چې د امنیت شورا ماليې وزارت ته لارښوونه کړې چې د یادې قطعې معاشونه کورنیو چارو وزارت ته ورکړل شي خو تر دې دمه معاشونه لا نه دي ورکړل شوي.

ویل کیږي چې زیاتره وخت د عسکرو معاشونه امنیتي چارواکي په خپلو منځونو کې تقسیموي او هغو عسکرو ته چې د طالبانو سره جنګیږي هېڅ نه ورکول کیږي. خپلو منځونو کې د معاشونو تقسیمولو وروستۍ بېلګه د هلمند ولایت ښودل کیږي چې د معاشونو ۷ میلیونه افغانۍ امنیتي چارواکو خپلو منځونو کې تفسیم کړې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x