ملک عبد الله د امیر سلمان د ګوښه کولو په ارمان مړ شو

د سعودي پخوانی پاچا عبد الله، او اوسنی پاچا سلمان

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۲۹مه ۱۳۹۳ل): د «هافینګټن پوسټ» په نامه یوې امریکایۍ ویب پاڼې د ځینو سعودي باخبرو سرچینو په حواله لیکلي چې پاچا عبد الله د ژوند په ورستیو شپو ورځو کې پلان درلود چې خپل ورور «امیر سلمان» د ولي عهد له دندې ګوښه کړي او پر ځای یې خپل بل ورور «مقرن» په دغې دندې وټاکي.

د دغو سرچینو په وینا، د پاچا عبد الله مریضتیا او ناوړه روغتیايي حالت د دغه پلان د عملي کیدو په لار کې ځنډ رامینځ ته کړ.

سرچینې زیاتوي چې ملک عبد الله غوښتل خپل زوی «متعب» د ولي عهد مرستیال وټاکي، چې په دې توګه به د نوموړي له مرګه وروسته امیر مقرن د سعودي پاچا کیده او متعب به یې ولي عهد وه.

ویل کیږي چې د ملک عبد الله زوی «متعب» او د شاهي ماڼۍ د دفتر رئیس «خالد التویجري» د دغه پلان اصلي طراحان وه او دواړو له ډیره وخته هڅه کوله چې په ملک عبد الله باندې دغه پریکړه اعلان کړي.

روغتون ته له انتقال نه یوه اونۍ وړاندې ټاکل شوې وه چې ملک عبد الله د قطر له امیر (شیخ تمیم بن حمد) او د مصر له کودتايي ولسمشر (عبد الفتاح سیسي) سره مشترکه غونډه دایره کړي او له غونډې وروسته د سعودي د اوسني پاچا (ملک سلمان) چې هغه مهال ولي عهد وه، د ګوښه کولو اوامر صادر کړي.

د دغو سرچینو په حواله د ملک عبد الله د مرګانۍ مریضتیا له کبله د متعب او تویجري لخوا په ګډه مهندسي شوی پلان په نهیلۍ واوښت.

متعب او تویجري د ملک سلمان واکمني د خپلو ځانونو او په مصر کې د پوځي کودتا لپاره سراسر تاوان ګڼله. دوی دواړه په داسې حال کې د مصر د پوځي کودتا د نجات غم اخیستي وه چې ملک عبد الله د مرګ په بستر پروت وه او د پزې له لارې د پایپونو په ذریعه یې ساه اخیسته.

له کومې ورځې چې ملک عبد الله روغتون ته انتقال شوی وه، متعب او تویجري تر وروستي بریده هڅه کوله چې د نوموړي روغتیايي حالت پټ وساتي، او آن ملک سلمان ته یې هم اجازه نه ورکوله چې د نوموړي د بستر خونې ته ننوزي.

راپورونه وايي چې په دغې موده کې دوی دواړو سخت تلاش کاوه چې څرنګه خپله جوړه شوې توطیه عملي کړي او د ملک عبد الله له خولې د سلمان د ګوښه کولو پریکړه اعلان کړي.

متعب او تویجري په عین وخت کې مصري رسنیو ته سپارښتنه کړې وه چې د ملک سلمان پر خلاف تبلیغاتو ته زور ورکړي. د مصر تلویزونونو به په پرله پسې ډول د امیر سلمان پر ضد خپرونې کولې، نوموړی یې د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کې په لاسوهنې تورناوه او داسې راپورونه یې خپرول چې ګواکې د امیر سلمان روغتيايي او نفسیاتي حالت د ډاډ وړ نه دی او باید یوه متخصصه طبي کمیټه د نوموړي روغتیايي حالت وڅیړي څو معلومه کړي چې ایا د پاچاهۍ وړ دی او که نه.

خو له بلې خوا ملک سلمان هم د ځان پر خلاف دغه توطیه درک کړې وه او د متعب او تویجري دسیسې ته کلک متوجه وه.

نوموړي د دغې دسیسې د خنثی کولو په لړ کې وکولای شول د ملک عبد الله د روغتیايي حالت په اړه یوه رسمي اعلامیه خپره کړي، چې په کې ویل شوي وه چې ملک عبد الله د پزې له لارې د پایپونو په ذریعه ساه اخلي.

د امیر سلمان موخه له دغې اعلامیې څخه دا وه چې خلکو ته وښيي چې ملک عبد الله د پرکالۍ او بیهوښۍ په حال کې دی تر څو خلک وپوهیږي چې که احیانا د نوموړي له خولې کومه بیانیه صادریږي هغه به دروغ وي او حقیقت به ونه لري.

خو کله چې په متعب او تویجري نورې لارې وتړل شوې، امیر سلمان ته یې ښکاره وړاندیز وکړ چې داسې اعلان وکړي چې ګواکې ملک عبد الله د ناوړه روغتیايي وضعیت له کبله له پاچاهۍ څخه استعفاء ورکړې او په دې توګه به امیر سلمان پاچا شي، خو په مقابل کې یې پرې دا شرط هم ایښی وه چې د متعب د ولي عهد ټاکلو ضمانت به ورکوي.

خو امیر سلمان په دې موضوع کې له هر ډول څرګندونو څخه په کلکه ډډه وکړه.

د شنونکو په اند امیر سلمان د متعب او تویجري په وړاندې هر ډول اقدام د ملک عبد الله د مرګ ورځې ته ځنډولی وه، او په کومه ورځ چې د نوموړي د مرګ خبر راغی او پر ځای یې امیر سلمان پاچا وټاکل شو، نوموړي تر هر څه مخکې د تویجري د ګوښه کولو اعلان وکړ.

د ملک سلمان په پاچا کیدو سره تویجري او پلویانو یې سخته ضربه ولیده او د ده په راتګ سره د سعودي د پرونیو مخالفینو په وړاندې د دې هیواد په سیاست کې بدلون محسوس شو. د اخوان المسلمین ګوند چې د عبد الله په پاچاهۍ کې یوه ترهګره ډله ګڼل کیده، داسې نښې نښانې تر سترګو کیږي چې د سلمان په پاچاهۍ به د سعودي په دغه موقف کې بدلون راشي.

د سعودي د شاهي کورنۍ د چارو شنونکي په دې باور دي چې ښايي امیر سلمان د مصر په اړه د خپل هیواد په دریځ بیا کتنه وکړي او په دې برخه کې نوې پریکړې اعلان کړې، چې په دې توګه به د مصر کودتايي رژیم د سعودي له غیر متوقع فشارونو سره مخ شي.

که څه هم د ملک سلمان په اړه ویل کیږي چې اسلامپال دی، خو د عربي نړۍ د چارو څیړونکی او لیکوال (عبد الباري عطوان) دا خبره له مبالغې ډکه بولي او وايي چې ملک سلمان له دولتي ملایانو سره جوړ دی خو رښتینو دعوتګرانو او علماوو سره یې نه لګي.

نوموړی په دې اند دی چې ښايي ملک سلمان د خپل بهرني سیاست په ترڅ کې له سوریې په تدریجې توګه راووځي، د خلیجي هیوادونو او ګاونډیو هیوادونو سره په اړیکو ټینګار وکړي او کیدای شي په کورني او بهرني سیاست کې يې بشپړ تغیرات راشي.

خو دا چې دغه اټکلونه به تر کومه حده سم وي، راتلونکي وختونه به ترې پرده پورته کړي.