افغانستان

زابل: د بهرنیو ځواکونو یوه چینوک ډوله هلیکوپتر را غورځیدلې

ch47_chinookنن ټکی آسیا: ایساف وویل چي د هغې الوتکي د ترلاسه کولو لپاره عملیات روان دي کومه چي تیره ورځ د افغانستان په جنوبي برخه کي بیړنی ناستي ته اړه شول.

د ایساف د رسنیز مرکز څخه په خپره شوې خبرپاڼه کي وویل شول چي تیره ورځ د افغانستان په جنوب کي د بهرنیو ځواکونو یوه چینوک ډوله الوتکه د کښته کېدو پر مهال بیړنی ناستي مجبوره شول، خو چاته په کښي مرګ ژوبله نه ده رسیدلې.

هغوی زیاته کړه چي یاده الوتکه هغه وخت په منځ دوه ځایه شول، چي یوه ټوټه يې انتقال شول، او د بلي د لاسته راوړلو هڅي رواني دي.

په خبرپاڼه کي ویل شوي چي د الوتکي د غورځیدو علت نه دی معلوم شوی، او د پيښي په اړه تحقیقات روان دي.

خو د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ددې تر مخه خبر ورکړی وو چي طالبانو نن د زابل ولایت د اټغر په ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو سره جګړه وکړه، چي په ترڅ کې یوه هلیکوپتر الوتکه را نسکوره شول.

هغه زیاته کړه چي په الوتکه کي سپاره ټول عسکر ووژل شول.

باید وویل شي چي نن د کابل ولایت د سروبي په ولسوالۍ کې هم د بهرنیو ځواکونو یوه بی پلوټه الوتکه را غورځیدلې وه چي طالبانو يې د ویشتلو خبر ورکړی وو، او بهرنیانو ویلي وو چي دا الوتکه هم د تخنیکي عوارضو له کبله را غورځیدلې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x