fbpx

ګډ حکومت رد شوي وزیران یو ځل بیا معرفي کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۹مه، ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت اجرايوي ریاست وايي چې د ولسي جرګې له ژمنیو رخصتیو وروسته به پاتې کابینه هم دې جرګې ته ور معرفي کړي چې رد شوي وزیران هم پکې شته.

د اجرايوي ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل نن چهارشنبه د سلواغې ۲۹مه رسنیو ته وویل چې دوی غواړي پاتې کابینه هم ولسي جرګې ته معرفي کړي چې مخکيني رد شوي وزیران هم پکې شته او په خبره يې «رد شوي وزیران به بدلو وزارتونو ته ور معرفي شي.»

جاوید فیصل ونه ویل چې په پاتې وزیرانو کې به څو تنه هغه وزیران وي چې د روانې میاشتې په اتمه نېټه د ولسي جرګې لوري رد شول، خو په خبره يې د دوی په کار کې قانوني ستونزه نشته.

د روانې لمریزې میاشتې په اتمه نېټه د ولسې جرګې غړو اتو وزیرانو او د ملي امنیت رییس ته د باور رایه ورکړه او لس وزیران يې ټول رد کړل، چې ټاکل شوې ده ځينې يې اوس بیا معرفي شي.

د ولسي جرګې ژمنۍ رخصتي یوه نیمه میاشت ده، چې د کابینې د ځنډ له امله اته ورځې وځنډېده او ښايي د کب د میاشتې تر پنځه ویشتمه رخصت وي.

تر دې وړاندې ویل شوي و، چې د ولسي جرګې ټاکنې به د را روان کال د دویمې میاشتې په دویمه ترسره کېږي، خو د ګډ حکومت له لوري د کابینې ځند د ولسي جرګې رخصتي وځنډوله او دې رخصتي د ولسي جرګې ټاکنې شاته ټېل وهلې.

سره له دې چې د ولسي جرګې راتلونکو ټاکنو کې د وخت په بدلون سربېره د ټاکنیزو کمیسیونونو د سمون لپاره د یو بل کمیسیون په جوړولو کې هم ناندرۍ روانې دي، ورسره جوخت ویل کېږي د امریکا سفارت هغو پارلماني وکیلانو ته کلکې ژمنې ورکړي چې له امریکا سره يې د امنیتي تړون تایید کړی دی، چې د دوی کاري موده به یو کال نوره هم اوږدوي.

کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون سند د ګډ حکومت چارواکو د حکومت په دویمه ورځ لاسلیک کړ، چې له ډېر ناندریو وروسته د ولسي جرګې غړو په یوه فوق العاده ناسته کې تایید کړ.

د دې تړون د تایید پر مهال د په ولسي جرګې د پروان د خلکو استازي عبدالستار خواصي رسنیو ته وویل چې د جرګې غړو «د کفر تایید وکړ او د کفر تایید کفر دی.»

یاده دې وي د ګډ حکومت چارواکو د واک په لومړیو کې په حد اکثر پنځه څلوېښت ورځو کې د کاري، پیاوړې او ژمنې کابینې د معرفي ژمنې کړې وي، چې نږدې پنځه میاشتې وروسته يې لا هم بشپړه کابینه نه ده اعلان کړې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د