نیم ملا د ایمان خطر دی

حامد افغان

دا ډېره کره خبره ده چې … نیم ملا ایمان ته خطر دی لکه علماء سوء ( بد علماء) چې قصدا ایمان او مومنانو ته څومره خطر جوړوي نیم ملا په خپله ناپوهي سره ایمان او مومنان په خطره کې اچوي، او بده خو لا دا چې ځیني خو هیڅ ملا هم نه وي هغه هم په دیني موضوعاتو کې دومره زړه ورتوب کوي چې د فتوا ورکولو تر حده یې ځان رسولی وي، په مختلفو دیني موضوعاتو کې نظرونه او رايي وړاندې کوي که ورته ووایې چې دا کار مناسب نه دی وايي: دین خو څه د ملا اجاره نه ده! ، په شریعت کې په ناپوهي سره خپل نظرونه ویل او بې له علمه فتوا ورکول قرانکریم لوی جرم بللی دی په سورت اعراف کې د څلورو لویو محرماتو په ترڅ کې راځي: وأن تقولوا على الله ما لا تعلمون) [الأعراف:33] ، یعني په ناپوهي سره په دین کې خبره کول له لویو جرامو او سترو ګناهونو نه ده.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: څوک چې بې علمه فتوا ورکړي ګناه یې د فتوا ورکوونکي ده . عن أبي هريرة قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: “من أُفتيَ بغير علم كان إثمه على من أفتاه” رواه أبو داود و الحاكم . دا راز د یوه بل حدیث په یوه برخه کې راغلي دي: څومره چې په قران پوهیږئ هغه وايئ او په کوم چې نه پوهیږئ هغه د قران عالم ته وسپارئ. فَمَا عَلِمْتُمْ مِنْهُ فَقُولُوا بِهِ , وَمَا جَهِلْتُمْ فَكِلُوهُ إِلَى عَالِمِهِ ” . رواه مسلم و ابن ماجه و احمد في مسنده. په دې اړه نور هم ډېر حدیثونه راغلي دي . څرنګه چې د فتوا موضوع ډېره باریکه او خورا ستر مسؤلیت لري نو د سلفو علماو په دې اړه ډېر زیات اتیات کاوه لکه یو عالم وايي: ما یوسل او شل صحابه کرام لیدلي وو له یوه نه به چې څه پوښتنه وشوه هغه به بل ته حواله کړه او دا خبره به دوی همداسې یوه بل ته حواله کوله تر څو به بیرته هغه لومړي کس ته را ورسیدله، د سلفو د اتیات په اړه دا لاندې نور معلومات هم ډېر مهم دي.

قاسم بن عبیدالله رحمه الله د مدیني له سترو فقهاو شمیرل کیږي او د عمربن الخطاب رضي الله عنه کړوسی دی، یو وخت چا د یوې مسئلې پوښتنه ورنه وکړه ده ورته وویل: ماته نه ده معلومه، زه نه پرې پوهیږم، نو یحیی بن سعید ورته وویل: ګوره ابو محمد! دا ستا په څیر خلکو له پاره ډېره بده خبره ده چې د دین په اړه څوک کومه پوښتنه درنه وکړي او ته نه پرې پوهیږې!، په بل روایت کې راغلي یحیی ورته وویل: په والله ماته خو ډېره لویه خبره ښکاري چې ته د هدایت د دوو امامانو (عمر او ابن عمر) زوی یې، د یوې مسئلې پوښتنه څوک درنه کوي او ستا سره ځواب نه شته! . قاسم بن عبید الله رحمه الله ورته وویل: بې له علمه د کومي مسئلې ځواب ورکول د الله په نزد او هغه چا په نزد چې د الله په دین پوهیږي؛ تر دې هم لویه خبره ده. مقدمة صحیح مسلم (1/16).

عبد الله بن مسعود رضي الله عنه قسم کوي چې څوک په هره مسئله کې فتوا ورکوي هغه لیونی دی، او که څوک په دې خبره قسم وکړي نو رښتینی دی. ابطال الحل مخ 66.
عبد الله ابن عُمر رضي الله عنهما وایي : علم دری ډوله دی: د الله کتاب، کره نبوي حدیثونه او نه پوهیږم . عيون الأخبار (5/130) .
د امام محمد بن سيرين رحمه الله یو شاګرد وایي: کله به چې له ده نه د حلالو او حرامو په اړه پوښتنه وشوه د ده رنګ به تغیر او واوښت تا به ویل چې دا هغه محمد بن سیرین نه دی. حلية الأولياء (2/164).

عبد الرحمن بن مهدي رحمه الله وایي: موږ د امام مالک رحمه الله خواته ناست وو یو سړی ورته راغی او ورته ویې ویل: زما وطن ته شپږ میاشتي لاره ده زه له هغه څایه د هغې سیمي خلکو تاته رالیږلی یم چې د یوې پوښتني ځواب راکړې، امام مالک ورته وویل: څه پوښتنه ده؟ هغه سړي پوښتنه وکړه، ده ورته وویل: د دې پوښتني ځواب ماته سم نه دی معلوم . سړی حیران پاته شو، هغه فکر کاوه داسې کس ته راغلی دی چې په هرشي عالم دی، سړي ورته وویل: زه چې بیرته خپلو خلکو ته ورشم نو څه به ورته وایم؟! هغه ورته وویل: ورته وا مالک راته ویل چې د دې پوښتني ځواب مې سم نه ده زده. جامع بيان العلم وفضله (2/117).

یو چا ربيعة بن أبي عبد الرحمن (مړ 136 هـ) رحمه الله ولید ژړل یې، ورته ویې ویل ولې ژاړې؟ هغه وویل په مسلمانانو کې لوی مصیبت رامنځته شو هغه دا چې ناپوه خلک فتواوي ورکوي، په والله ځیني داسې مفتیان باید له غلو مخکي بندیان کړل شي. (اعلام الموقعین 4/207). ابودرداء رضي الله عنه وایي: نه پوهیږم ویل نیم علم دی. (الانتفاء لابن عبدالمبر مخ 38)، له قاسم بن محمد رحمه الله نه چا دیوې مسئلې پوښتنه وکړه هغه ورته وویل ماته نه ده معلومه، پوښتونکي ټینګار وکړ ده ورته وویل: زما اوږدې ګیرې او له ماچاپیره خلکو ته مه ګوره په الله قسم ستا د پوښتنې ځواب ماته نه ده معلوم. د سلفو یو بل عالم وایي: له ما نه چې څوک د کومې مسئلې پسوښتنه وکړي او نه یې راته معلومه نو خوشاله شم.

د یوې مسئلې حکم بیانول د الله او د هغه د رسول استازیتوب کول دي او جاهل باید هیڅکله دومره جرأت ونه کړي چې په ناپوهي سره د شریعت استازیتوب وکړي. زموږ د موجوده وخت دا لویه ستونزه ده، متاسفانه ځینې داسې خلک شته عالم نه یې خو په دیني موضوعاتو کې خپل نظرونه لیکي، دا کار ناسم ده هر فن او علم خپل متخصصین لري، که څوک په بل علم کې نظرونه بیانوي هغه یې څوک نه مني او که څوک یې ومني هغه به هم ګمراه شي او ځان به ګمراه کوونکی وګرځوي.

امام ابن سرح (مړ250هـ) رحمه الله وایي-: زموږ په زمانه کې د (نه پوهیږم) خبره کول په خلکو کې عیب ګرځیدلې ده. الكامل لابن عدي (1/93). دا د څه کم دولس سوه کاله پخوا خبره ده، الله دي په هغوی رحم وکړي که زموږ زمانه یې ولیدله څه به وایي!، زموږ په زمانه کې خو دا وړې مسئلې لا پریږده د یو چا د اسلام او کفر په اړه خلک څومره په اساني سره حکمونه لګوي! . په باور سره ویلی شم چې دې موضوع نن سبا بیخي د وبا شکل غوره کړی دی عام خلک په بحثونو کې ډېر بې تکلیفه حکمونه لګوي او دا کافر دی فلان مرتد دی او داسې نور!، بناء دې لورته د علماو او درنو لیکوالانو توجه مهمه ده.