افغانستان

ډاکټر عبد الله: افغان ځواکونه په یوازې سر جګړه نه شي کولای

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۳۰مه ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت اجرایوي رييس ډاکټر عبد الله عبد الله وايي چې افغان امنیتي ځواکونه په یوازې سر جګړه نه شي کولای او د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا لري.

اجرایوي رييس په افغانستان کې د ناټو ځواکونو له عمومي قومندان جنرال کمپل سره په ننۍ کتنه کې وویل چې په سیمه کې له شدیدو ګواښونو سره د افغان ځواکونو په یوازې سر مقابله ستونزمنه ده.

نوموړي د ناټو عمومي قومندان ته وویل چې د نړیوالې ټولنې او په ځانګړي ډول د امریکا مرستې او ملاتړ ته ډیره اړتیا لري.

ډاکټر عبد الله زیاته کړه چې که څه هم افغان ځواکونه د پخوا په پرتله ښه شوي او د وسله والو مخالفینو بریدونو ته ځواب ویلی شي، خو د پوځي تجهیزاتو په برخه کې لا هم اړمن دي.

اجرایوي ريیس له افغان ځواکونو سره د امریکا د پخوانیو مرستو څخه د مننې ترڅنګ غوښتنه وکړه چې امریکا او نړیواله ټولنه دې افغان ځواکونو ته درنې وسلې او عصري تجهیزات ورکړي.

نوموړي زیاته کړه چې د درنو وسلو تر څنګ افغان ځواکونه هوايي ځواک ته هم اړتیا لري او له خپلو ملاتړو هیوادونو څخه په دې برخه کې هم د مرستې تمې لري.

که څه هم جنرال کمپل د ګډ حکومت د اجرايوي ريیس غوښتنو ته په څرګند ډول مثبت ځواب نه دی ورکړی خو زیاته یې کړه چې په امریکا کې له افغانستان څخه د ملاتړ لیوالتیا ډیره شوې. نوموړي افغان امنیتي ځواکونه «ښه ځلیدلي» وبلل.

دا لومړی ځل نه دی چې افغان حکومت له امریکا او نړیوالې ټولنې څخه د پوځي وسلو او عصري تجهیزاتو غوښتنه کوي، له دې وړاندې هم افغان چارواکو څو څو ځله ورته غوښتنې کړي دي، خو امریکا یې زاریو ته اهمیت نه دی ورکړی.

ګډ حکومت په داسې حال کې له امریکا څخه د درنو وسلو او پوځي تجهیزاتو غوښتنه کوي، چې امریکا په افغانستان کې خپل پوځي تجهیزات یا له مینځه وړي او یا یې پاکستان او نورو هیوادونو ته ورکوي.

د سیاسي چارو کارپوه او د کابل پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی وايي چې نورو هیوادو ته د پوځي تجهیزاتو ورکړه د افغان پوځ د کمزوري کولو په مانا دی. د نوموړي په خبره امریکا لاسي غواړي چې افغان پوځ تل په کمزوري حالت کې وي او د دوی مرستو ته يې سترګې نیولې وي.

په دې وروستیو کې داسې راپورونه هم خپاره شوي وه چې افغان عسکرو ته د امریکا له لورې ورکول شوي ۴۰ سلنه وسلې ورکې او یا غلا شوي دي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د پلټونکې ادارې مشر «جان سپکو» وايي چې مونږ زیات اندیښمن یو چې، د افغان حکومت د کمزورې وړتیا له کبله د امریکا د مالیه ورکوونکو په پیسو اخیستل شوي وسلې ممکن د طالبانو منګولو ته ورغلې وي او هغوی به یې اوس د امریکایي او افغان عسکرو پر ضد کاروي.

په تیرو څوارلسو کالو کې امريکا او نړيوالې ټولنې پر افغان امنيتي ځواکونو ميلياردونه ډالر ولګول، مګر نړيواله ټولنه وايي، چې دوی دا مصرفونه ټول بې ځايه کړي او هيڅ ګټه يې نه ده کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x