نړۍ

اسلام اباد: د شيعه ګانو په جومات کې چاودنې څلور تنه وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۳۰مه ۱۳۹۳ل):د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د شيعه ګانو په جومات کې چاودنې لږ تر لږه څلور تنه وژلي او درې نور ټپيان دي.

لومړي راپورونه وايي، چې سرتيري بريدګر جومات د داخلېدو پر مهال پر خلکو ډزې کولې او غوښتل، د شيعه ګانو په جومات کې له چاودېدونکو توکو ډک واسکټ په واسطه چاودنه وکړي، مګر واسکټ يې ونه چاودېده.

پاکستاني رسنۍ وايي، چې د بريد مسؤوليت له پاکستاني طالبانو جلا شوې ډلې «جندالله» منلی او لامل يې شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځ روان عمليات ښودلي دي.

د اسلام اباد دولتي روغتون «پمز» ډاکټران وايي، چې چاودنه کې څلور تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

له پېښې وروسته امنيتي چارواکو سيمه کلابنده کړې او د شکمنو کسانو پر ضد يې پلټنې پيل کړي دي.

په دې ورستيو کې پاکستان کې د دولتي ځايونو په ګډون د شيعه ګانو پر جوماتونو هم بريدونه او چاودنې زياتې شوي دي.

تېره مياشت د سند ايالت شکارپور سيمه کې د شيعه ګانو پر يو جومات سرتېري بريد کې لږ تر لږه شپيته کسان وژل شوي وو.

تېره اونۍد پېښور په حيات اباد کې هم د شيعه ګانو په جومات يوې بلې چاودنې ۲۲ تنه وژلي وو او ګڼ نور ټپيان وو.

وړمه ورځ د پنجاب ايالت مرکز لاهور کې د پوليسو مرکزي دفتر ته څېرمه چاودنې اته تنه وژلي وو او ګڼ نور ټپيان وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x