افغانستان

فراه: په چاودنه کي د پولیسو دوه تنه افسران ووژل شول

roadside_bomb_in_GhazniApril_18_2011نن ټکی آسیا: د فراه ولایت د پشت رود په ولسوالۍ کې د ماین د چاودیدلو له کبله دوه تنه افسران ووژل شول، او درې تنه نور پولیس ټپيان شول.

د فراه ولایت امنیه قومندان محمد غوث ملیار رسنیو ته نن د جمعې په ورځ وویل چي تیره ورځ ماښام مهال د پشت رود ولسوالۍ اړوند د تاج په سیمه کې د پولیسو پر یوه رینجر ډوله موټر چاودنه وشول، چي له کبله يې د پولیسو دوه تنه افسران ووژل شول،

او درې تنه پولیس نور ټپیان شول.

هغه زیاته کړه چي په چاودنه کې د پولیسو موټر هم په بشپړه توګه له منځه تللی.

باید وویل شي چي ددي پيښي پړه طالبانو پر غاړه اخیستې وه، او د طالبانو ویاند قاري یوسف خبر ورکړی وو، چي په یاده سیمه کې چاودني د پولیسو دوه لوړ رتبه افسران او څلور تنه د هغوی ساتونکي پولیس ووژل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x