نړۍ

څېړنيز راپور: دبشار الاسد رژيم ۸۲ کسان ژوندي سوځولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۳۰مه ۱۳۹۳ل): سوريه کې د بشارالاسد شيعه نصيري رژيم ۲۰۱۱م کال راهيسې لږ تر لږه ۸۲ کسان ژوندي سوځولي دي.

سوريه کې د بشري حقونو څارونکي ټيم په خپل څېړنيز راپور کې ويلي، چې ۲۰۱۱م کال راهيسې، چې د ولسمشر بشارالاسد پر ضد ولسي پاڅون پيل شوی، د اسد رژيم تر اوسه لږ تر لږه ۸۲ کسان ژوندي سوځولي دي.

د سوريې د بشري حقونو ادارې په خپل راپور کې پر نړيواله ټولنه او رسنيو هم نيوکې کړي، چې د اسلامي دولت پر لاس د اردني پيلوټ ژوندي سوځولو په اړه يې شپه ورځ خپرونې کولې، مګر د ۸۲ بې دفاع سوريايي وګړو د ژوندي سوځولو په اړه يې هيڅ ونه ويل.

راپور ليکونکې ډله وايي، چې بشارالاسد رژيم د بنديانو ژوندي سوځولو راپور نه مني، مګر د اسد رژيم پلوي انټرنيټي پاڼې د داسې اعدامونو او وژنو مسؤوليت مني، بلکې خوښي او فخر هم پرې کوي.

د سوريې د بشري حقونو څېړونکې اداره وايي، چې د اسد عسکرو، امنيتي ځواکونو، او نورو شيعه ملېشو ۲۰۱۱م کال راهيسې لږ تر لږه ۸۲ تنه ژوندي سوځولوي، چې ګڼ شمېر يې ښځې، ماشومان او بې دفاع ولسي وګړي او ۳۵ تنه يې د وسله والو مخالفينو غړي وو.

په دغه څېړنيز راپور کې راغلي، چې اسد رژيم بنديان ژوندي، يا له مرګ وروسته سوځول د سياسي پروګرام له مخې کوي او د سوريې په ګڼو ښارونو کې يې دغه تګلاره نېولې او تر اوسه يې سلګونو کسان په دغه وحشي طريقه وژلي او سوځولي دي.

د سوريې د بشري حقونو په راپور کې راغلي، چې حماة ولسوالۍ کې تر ټولو زيات کسان ژوندي سوځول شوي، چې ۷ ولسي وګړي او ۳۱ يې د مخالفو وسله والو غړي او پلويان بلل شوي دي.

همدا رنګه په حلب، دير الزور، حمص، طرطوس، اللاذقية، درعا او د دمشق په کليو کې يې ګڼ خلک ژوندي سوځولي دي.
د مړو سوځول

د بشري حقونو په راپور کې راغلي، چې د اسد ملېشو ۸۲ تنه ژوندي سوځولي او هغه کسان چې له مرګ وروسته د اسد رژيم سوځولي، شمېر له ۷۷۳ تنو اوړي.

له مرګ وروسته په سوځول شوو کسانو کې ۱۴۶ ښځې، ۶۹ ماشومان، ۲۲ هغه بنديان، چې د شکنجو پر مهال وژل شوي او سلګونو نور کسان له وژلو وروسته سوځول شوي دي.

د مړو سوځولو لامل دا ښودل شوی، چې د اسد رژيم خپل مخالفينو ته زور او رعب ورښکاره کړي او يا هم د شکنجو او ظلمونو د نښو له منځه وړلو لپاره يې له وژلو وروسته سوځولي دي.

راپور زياتوي، چې د ګڼو ښځو جسدونه د دې لپاره سوځول شوي، چې د اسد ځواکونو او پلوي ملېشو يې پرې جنسي تېري کړي وو.

راپور کې راغلي، چې د وژنو، ژوندي سوځولو، جنسي تېريو او شکنجو مهم لامل مذهبي دښمني او انتقام دی؛ ځکه د اسد رژيم د جسدونو سوځولو او سپکاوي تر څنګ ورسره داسې ضدي او له کرکې ډک عبارتونه ليکلي، چې د مذهبي نفرت او کرکې بوی ترې راځي.

د بشري حقونو څارونکې ډلې ژوندي سوځول او د جسدونو سپکاوی د روم د تړون له مخې د انسانيت ضد جرم بللی او زياته کړې يې ده، چې د ياد تړون له مخې هېڅوک نه شي کولای، چې خپل دښمن يا مخالف د مذهبي کرکې او نفرت له امله ژوندی وسوځوي.

د سوريې د بشري حقونو څارونکې ډلې مشر فضل عبدالغني الجزيرة. نت سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د اسد رژيم او د هغه ايتلافي شيعه وسله والو ملېشو د وژنې او مرګ هېڅ طريقه نه ده پرېښې او په هېڅ ډول انسان ضد جرمونو او تېريو سرپه نه کوي، مګر نړيواله ټولنه او رسنۍ د اسد رژيم پر کړنو نيوکې نه کوي او د اسلامي دولت پر لاسو د اردني پيلوټ ژوندي سوځولو په اړه يې شپه ورځ تبليغات او خپرونې کولې.

فضل عبدالغني زياته کړه، چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا سوريه کې اسلامي دولت او النصرة جهادي ډله اجنبي وسله وال بولي، مګر د بشارالاسد په ملاتړ جنګېدونکې ايراني، عراقي، لبناني او افغان شيعه ملېشو په اړه بيا هېڅ غبرګون نه ښيي او تر څو، چې نړۍ کې دغه ډول دوه مخی چلند روان وي، نړۍ کې به هېڅکله امنيت را نه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x