اقتصادنړۍ

سعودي د پاکستان په هوايي شرکت (PIA) د بندیز ګواښ کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۳۰مه ۱۳۹۳ل): د سعودي عربستان د هوايي چلند ملکي ادارې ګواښ کړی که د پاکستان هوايي شرکت (PIA) پر وخت باندي خپل فیس ادا نه کړي، نو په راتلونکي اوړي کې به پرې بندیز ولګوي.

د پاکستان د خبري اژانسونو په وینا په یوه لیک کې چې د دغي ادارې له خوا د PIA ادارې ته لیږل شوی، ویل شوي، که چیري PIA د ۱۱ ملیونه ریالو بیل ادا نه کړي، نو سعودي ته به د دغه هوايي شرکت پروازونه یو مخ بند شي.

که څه هم ځیني سرچیني وايي چې سعودي په قسطونو د دې فیسونه قبلول رد کړي، خو د PIA ویاند حنیف رانا رسنیو ته ویلي چې دوی به خپل فیسونه په قسطونو د سعودي د ملکي هوايي چلند ادارې ته ور ادا کړي، او په سعودي کې به د PIA په الوتکو بندیز نه لګیږي.

دغو سرچینو ویلي چې د سعودي حکومت د PIA د ادارې مخکنۍ ټولي غوښتني رد کړي، او هغوی ته یې ګواښ کړی چې په یوه اونۍ کې به د دغي ادارې فیسونه ورکوي، کنه بندیز به باندي ولګیږي.

د سعودي د جدې ښار ته د پاکستان د دولتي هوايي شرکت یا (PIA) پروازونه یو له هغو پروازونو څخه شمېرل کیږي، چې پاکستان ترې زیاته ګټه ترلاسه کوي، او که چیري دغه بندیز پرې ولګیږي، نو د خپل یو ګټور بازار څخه به محروم پاتي شي.

باید وویل شي چې د سعودي حکومت د ملکي هوايي چلند ادارې مخکې هم څو ځله په PIA باندي جرمانې له دې وجي لګولي، چې د دوی پروازونه ناوخته شوي وي، او یا هم ځنډول شوي وي، او همداسي د مسافرینو سره په نا سم چلند، په یوه الوتکه کې د زیاتو کسانو بوکنګ کول او بیا وروسته په هوايي میدان کې مسافرینو ته درد سر جوړل او داسې نورو تهمتونو باندي هم تورن شوي دي.

د پاکستان له هوايي شرکت څخه د دې تر مخه نورو هیوادونو چې اکثریت یې اوروپايي هیوادونه دي، هم د حفاظتي انتظاماتو او بې نظمۍ له کبله شکایتونه کړي چې له کبله یې وخت په وخت بندیزونه او جرمانې پرې لګېدلی او دغه شرکت زیات تاوانونه لیدلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x