
نړیوال جام: زمبابوې د متحده عرب اماراتو څخه لوبه په ۴ وکټه وګټل
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۳۰مه ۱۳۹۳ل): د نړیوال جام ۲۰۱۵ د سیالیو په دوام نن په نیوزیلانډ کې د زمبابوې او متحده عرب اماراتو تر منځ د کرکیټ پنځوس اوریزه لوبه تر سره شول چې د زمبابوې په ګټه تمامه شول.
د لوبي پچه زمبابوې وګټل، او بیا یې د توپ اچوي (فیلډنګ) فیصله وکړه.
د متحده عرب امارتو لوبغاړو ډیر ښه بیټنګ وکړ، او په پنځوس اوره کې د اوه تنه لوبغاړو په سوځېدو یې ۲۸۵ منډي جوړي کړي.
د متحده عرب امارت غوره بیټنګ کونکي شیمن انور (۶۷)، خرم خان (۴۵) سواپنل پټېل (۳۲) او کرشنا چندران (۳۴) وه.
د زمبابوې له خوا چاتارا ۳ وکټه، مایر او ولیمز دوه دوه وکټه واخیستل.
په جواب کې د زمبابوې لوبډلي دغه هدف په ۴۸ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره تر لاسه کړ.
د زمبابوې غوره لوبغاړی یو ځل بیا ولیمز ۷۶، ټایلر ۴۷، سکندر رضا ۴۶، ارون ۴۲ او چکابوا ۳۵ وه.
د متحده عرب اماراتو له خوا که څه هم د لوبي به لومړی سر کې تر ۳۵ اورو پوري ډیر ښه بالنګ وسو، خو په وروستي پاور پلې او د هغه وروسته یې بالنګ ډیر کمزوری سو، او په دې توګه یې میچ له لاسه ووتی.
د لوبي غوره لوبغاړی ولیمز وو، چاچي په خپل آل راونډ ښه فعالیت باندي دغه لوبه وګټل.
نوموړي دوه وکټه او ۷۶ منډي جوړي کړې، او د کرکیټ نړیوال جام ۲۰۱۵ لومړی لوبه یې خپل په نوم کړل.
ددې تر مخه زمبابوې د جنوب افریقا سره لوبه کړې، او هغه یې بایللې ده.