افغانستان

کابل: په سروبي کي د طالبانو په ډزو بی پلوټه الوتکه را غورځیدلې

drone_attack_on_wazeristanنن ټکی آسیا: نن د کابل ولایت د سروبی په ولسوالی کي د بهرنیو ځواکونو یوه بی پلوټه الوتکه را وغورځیده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته وویل چي دا الوتکه د سروبی ولسوالی د تپه خان په سیمه کې د طالبانو له خوا په ډزو سره وویشتل شول، او د لګیدو وروسته سمدستي را نسکوره شوه.

ددي پيښي په اړه په کابل کي د بهرنیو ځواکونو رسنیز دفتر هم ومنله چي ددوی یوه بی پلوټه الوتکه را نسکوره شوې، خو زیاته کړې چي الوتکه د الوتني وروسته د تخنیکي عوارضو له کبله بیړني ناسته کړې.

باید وویل شي چي وخت په وخت د بهرني عسکرو الوتکي د افغانستان په مختلفو سیمو کي را لویږي، چي طالبان يې په اړه وايي چي دا الوتکي ددوی د مجاهدینو په ډزو سره را لویږي، خو بهرنیان اکثره وخت د الوتکو را لویدل د هغوی تخنیکي عوارض بولي.

Normal 0 false false false EN-US X-NONE AR-SA MicrosoftInternetExplorer4

نن ټکی آسیا: نن د کابل ولایت د سروبی په ولسوالی کي د بهرنیو ځواکونو یوه بی پلوټه الوتکه را وغورځیده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته وویل چي دا الوتکه د سروبی ولسوالی د تپه خان په سیمه کې د طالبانو له خوا په ډزو سره وویشتل شول، او د لګیدو وروسته سمدستي را نسکوره شوه.

ددي پيښي په اړه په کابل کي د بهرنیو ځواکونو رسنیز دفتر هم ومنله چي ددوی یوه بی پلوټه الوتکه را نسکوره شوې، خو زیاته کړې چي الوتکه د الوتني وروسته د تخنیکي عوارضو له کبله بیړني ناسته کړې.

باید وویل شي چي وخت په وخت د بهرني عسکرو الوتکي د افغانستان په مختلفو سیمو کي را لویږي، چي طالبان يې په اړه وايي چي دا الوتکي ددوی د مجاهدینو په ډزو سره را لویږي، خو بهرنیان اکثره وخت د الوتکو را لویدل د هغوی تخنیکي عوارض بولي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x