شعـــــرونه

بلا را سره ژاړي

سید احسان الله الهام

تنها نه يمه دنيا راسره ژاړي
سترګى خوله زړګى او سا راسره ژاړي

زه مؤمن يم اژدها راته ګواښيږي
زه مؤمن يم  اژدهاراسره  ژاړي

حيرت وړى دى حيرت راته حيران دى
د بلا ښکار يم بلا راسره ژاړي

داد تالندې دربى ندى سلګئ دي
آسمان ورېځ باران بريښنا راسره ژاړي

وړکتوب کي مي پلارجان دى شهيد شوى
لوى سړى شوم لا انا را سره ژاړي

لکه خاص چي آيينه کي ځانته ژاړم
چي زه ژاړم او آشنا را سره ژاړي

ورته خاندم که هر څو غم وي الهامه
ورته نه ژاړمه بيا راسره ژاړي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نبیل افغان

الهام صاب الله دي ژوندي لره

نبیل افغان

مدیر صاب یو خوتاموږ په عذاب کړو زموږ دغومره نیټ ده چي تاسو ئې ګورۍ هغه بند سي

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x