افغانستان

کندهار: سپین بولدک کې د افغانستان بانک څانګه بشپړه چور شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۳۰مه، ۱۳۹۳ل): د کندهار سیمه ییز چارواکي وايي چې د دې ولایت په سپین بولدک ولسوالي کې د افغانستان بانک څانګه بشپړه چور شوې ده.

د کندهار د امنیه قومنداني ویاند ضیا درانی وايي چې له دې بانک څخه شاوخوا پنځوس میلیونه افغانۍ چور شوې دي، خو ځینې سرچینې بیا د ورکو شویو پیسو شمېره شاوخوا اویا میلیونه افغانۍ ښيي.

د ضیا دراني له قوله د افغانستان بانک له دې څانګې څخه په تدریجي ډول له څو ورځو راهیسې غلا کېدله او په بانک کې مسوولو کسانو دغه پیسې پاکستان ته اړولې.

د کندهارد امنیه قومنداني ویاند وړاندې وايي چې د افغانستان بانک په دې څانګه کې مسوول درې تنه مامورین په دې غلا کې سره شریک شوي او په څو ورځو کې يې له پیسو سره یو ځای ځانونه له افغانستان څخه ویستلي دي.

د سرچینې په خبره غلا شوې پیسې غلو پاکستان ته وړي او تر دې وړاندې يې خپلې کورنۍ هم پاکستان ته اړولې دي.

سره له دې چې د افغانستان بانک د سپین بولدک په څانګه کې پیسې نه دي پاتې، خو ضیا درانی وايي چې دوی به د ورکو شویو ټولو پیسو او غلو پلټنه وکړي.

دا په داسې حال کې دی چې د هېواد په کچه د کابل بانک د غلا مشهوره قضیه لا هم بې پرېکړې پاتې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x