افغانستان

د افغانستان په جنوب کي د ماین چاودني له کبله یو بهرنی عسکر ووژل شو

injured_us_soldierنن ټکی آسیا: د افغانستان په جنوب کې د بهرنیو ځواکونو یو تن عسکر د ماین چاودني له کبله ووژل شو.

نن د جمعې په ورځ سهار په کابل کې د بهرنیو رسنیز مرکز اعلان وکړه چي نن د افغانستان په جنوب کې د بهرنیو ځواکونو یو تن عسکر د ماین چاودني له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

په خبرپاڼه کې د وژل شوي عسکر هویت او د پيښي دقیق ځای نه دی څرګند شوی.

باید وویل شي چي ددغه عسکر په وژل کیدو سره بهرني ځواکونو دا ومنله چي په روانه میلادي میاشت کې ۲۹ تنه بهرنی عسکر وژل شوي دي، او د روان کال د لومړی ورځي څخه ۴۹۸ تنه بهرنی عسکر وژل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x